د امریکا بندیزونه د انساني ناورینونو سبب شوي
(last modified Sat, 11 Feb 2023 06:41:21 GMT )
Feb 11, 2023 11:11 Asia/Kabul
  • د امریکا بندیزونه د انساني ناورینونو سبب شوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن مائو نینګ وویل: امریکا د بایکاټونو په لګولو سره د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې د انساني غمیزو د رامینځته کیدا سبب شوي ده.

مائونینګ بیګا په یوه خبري کانفرنس کښې د نورو هیوادونو پرضد د امریکا لخوا د بیلابیلو بایکاټونو په لګولو باندې نیوکې سره وویل تر دوه زره یویشتم میلادي کال پورې د امریکا فعال بایکاټونه څه د پاسه نهه زره څلور سوه موردونو ته ورزیات شوي او واشنګټن تراوسه په ایران په چین په روسیې په سوریې په شمالي کوریا په کیوبا په فرانسې په بریتانیا په جرمني په جاپان او څو نورو هیوادونو بایکاټونه لګولي دي کوم چې د انسان غمیزو د رامینځته کیدا سبب شوي دي.

د چین د خارجه وزارت ویاندې میرمن مائو نینګ د امریکا هوايي حریم ته د چین د یوه بالون په غلطۍ سره ورننوتل او دا خبره چې د واشنګټن یوه لوړرتبه چارواکي ویلي دي چې په دغه بالون کښې کشف شوي تجهیزات د جاسوسۍ د څارنې لپاره وو او د هواپیژندنې له تجهیزاتو سره توپیر لري وویل چین په ځلونو اطلاعات شریک کړي او د امریکا هوايي حریم ته د چین د غیر پوځي بالون په غلطۍ سره د ورننوتلو په هکله یې خپل دریځ بیان کړی دی.

هغې د امریکا د ولسي جرګې کانګرس پریکړه لیک ته په اشارې سره چې د هیواد د هوايي حریم د پاسه د څارنې له بالون څخه د استفادې په دلیل یې چین غندلی و وویل د کانګرس پریکړه لیک یوازې د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو او د ماجرا د کلي نندرې ته د وړاندې کولو په هکله دی او چین د دغه پریکړه لیک په خپرولو خواشینۍ څرګندوي او ورسره پریکنده مخالفت کوي.

د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاندې مائو نینګ ټینګار وکړ امریکا باید غیر قانوني او یواړخیزه بایکاټونه څنګ ته کړي او د ملګروملتونو د امنیت شورا د یوه دائمي غړي په توګه په خپلو نړیوالو مسوولیتونو باندې عمل وکړي.

 

ټیګونه