چین له ماسکو سره د خپلو اړیکو په باب دامریکا دباؤنه نه مني  
(last modified Mon, 20 Feb 2023 02:04:44 GMT )
Feb 20, 2023 06:34 Asia/Kabul
  • چین له ماسکو سره د خپلو اړیکو په باب دامریکا دباؤنه نه مني  

د چین  خارجه وزارت  په دغې اعلامیې کې  همداراز د بالون د پيښې په باب امریکا ته  خبرداری ورکړی او وئیلي ئې دي ،که د چیني بالون په سر  د و اشنګټن جنجال  چې  نسکور ئې کړی دی، ونه دریږي،نو ټوله نتیجې به ئې وزغمي .

د  چین  خارجه وزارت پرون ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئیل، بیجینګ  له ماسکو سره پر اړیکو د  دامریکا دباؤنه نه مني او له واشنګټنه غواړي، څو  داوکراین د بحران د سیاسی حل لپاره دې هڅه وکړي

د امریکا خارجه وزارت  په یوې اعلامییې کې  د اوکراین په جنګ کې له روسې د پوځي ملاتړ  د نتیجو په باب چین ته په خبرداري ورکولو سره وئیلی دي، له دغو ملاتړونو دې لاس واخلي ،خو بیجینګ په دې باب د بې پلویتوب مدعي دی  البته  اقدامات ئې  جوتوي ، چې  له روسیې سره داړیکو پیاوړتیا غواړي.

المیادین رابور ورکړی ، د چین  خارجه وزارت  په دغې اعلامیې کې  همداراز د بالون د پيښې په باب امریکا ته  خبرداری ورکړی او وئیلي ئې دي ،که د چیني بالون په سر  د و اشنګټن جنجال  چې  نسکور ئې کړی دی، ونه دریږي،نو ټوله نتیجې به ئې وزغمي .

په همداوروستیو کې د سین کیانګ او دد غه هیواد د تبت سیمو پر لوړه فضا د امریکا د بالونوننو  د الوتونو په باب دچین  په تورونو سره د واشنګټن او بیجینګ ترمینځ ډيپلوماټيک تاؤتریخوالی  ډير زیات شوی دی .بیجنګ وائي ، دامریکا په وسیله نسکور شوی  بالون یو بې پيلوټه  هوائي بالون ؤ چې په ناڅاپي توګه  له لارې غړیدلی ؤ. او امریکا د ایف -۲۲جنګي جټ الوتکې په وسیله  د توغندي په توغولو سره  نسکور کړی چې بلاخره نتیجه به ئې  هم وویني.

 

ټیګونه