هیله شته د اوکراین جنګ تر دوبي پورې پاې ته ورسیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی خبرې سرچینې وايي د چین د سولې پلان چې د پیکینګ د پوځي کارپيژاندو د اټکل پراساس تدوین شوی دی وايي د روسیې او د اوکراین جنګ د دوه زره درویشتم میلادي کال تر دوبي پورې ختمیږي.
د اوکراین د جنګ لپاره د چین د سولې پلان د پیکینګ د پوځي علومو د اکیډمۍ د اټکل پراساس دی چې د دغه جنګ د ختمیدا وخت او بره لاس یې په ګوته کړی دی.
چین څه موده مخکې د یوه پلان په چوکاټ کښې د اوکراین د جنګ په هکله خپل دریځ خپور کړ او پکښې د سولې د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتنه یې وکړه او له اټومي وسلو څخه له استفادې سره یې په خپل مخالفت ټینګار وکړ.
خو په جنګ کښې د اوکراین ملاتړو لویدیځو هیوادونو د چین د دغه پلان هرکلی ونکړ او هغه یې منطقي ونه باله.
خو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په یوه خبري کانفرنس کښې ادعا وکړه چې د جنګ د ختمولو لپاره د چین لخوا د سولې د دولس ماده ييز اعلان شوي پلان د ځینو برخو هرکلی کوي او نیت لري چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره کتنه وکړي.
روسیې هم د چین د سولې د پلان په هکله ویلي دي چې ماسکو د پیکینګ د سولې د پلان قدرونه کوي.