امریکا د ایران او سعودي عربستان ترمنځ اړیکو بیا رغولو تړون ته غبرګون وښود
(last modified Thu, 16 Mar 2023 11:14:32 GMT )
Mar 16, 2023 15:44 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران او سعودي عربستان ترمنځ اړیکو بیا رغولو تړون ته غبرګون وښود

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل کېدو تړون هر کلی کړی.

امریکا د ایران او سعودي عربستان ترمنځ اړیکو بیا رغولو تړون ته غبرګون وښود

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل کېدو تړون هر کلی کړی.

انتوني بلینکن چې ایتوپیا ته په سفر تللی وایي، د چین په منځګړیتوب د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د رغولو له امله هر کلی کوي.

نوموړي په دې برخه کې د چین له منځګړیتوب هم ستاینه کړې او زیاته کړې چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې جوړیدل د امنیت په پراختیا او سولې باندې مثبت تاثیر لري.

خو د شنوونکو په باور د امریکا دا هرکلی ظاهري بڼه لري او هیڅکله نه غواړي چې د سیمې هېوادونه دې سره ښې اړیکې ولري.

 

ټیګونه