بریتانیا کښې په ښځو باندې جنسي تیري زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129812-بریتانیا_کښې_په_ښځو_باندې_جنسي_تیري_زیات_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وویل په هیواد کښې د جنسي تیریو په هکله د پولیسو په ادارو کښې څه د پاسه اویا زره(۷۰۰۰۰) شکایتونه ثبت شوي دي.
(last modified 2023-03-20T04:32:08+00:00 )
Mar 20, 2023 08:41 Asia/Kabul
  • بریتانیا کښې په ښځو باندې جنسي تیري زیات شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وویل په هیواد کښې د جنسي تیریو په هکله د پولیسو په ادارو کښې څه د پاسه اویا زره(۷۰۰۰۰) شکایتونه ثبت شوي دي.

په بریتانیا کښې د ښځو او د انجلیو پرضد د جرمونو او د تیریو زیاتیدل او د هغوې په شکایتونو په تیره بیا د پولیسو په جرمونو باندې غور نه کول مودې مودې کیږي چې د انګلستان د ښځو د حقوقو ملاتړي مدني ارګانونه اعتراض او له نیوکو ډکو غبرګونونو ته مجبوره کړي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وویل د لندن د پولیسو د یوشمیر افسرانو په لاس په ښځو باندې د جنسي تیریو او د هغوې د وژلو ایشوا کیدل هماغه راز خبر جوړونکي دي او په تیرو شپږو میاشتو کښې په انګلستان کښې د جنسي تیریو په هکله د پولیسو په ادارو کښې اویا زره او شپږ سوه درې دیرش زره شکایتونه ثبت شوي دي.

په عین حال کښې د بریتانیا د ملي پولیسو د مشرانو د شورا شمیرنې وايي د دوه زره یویشتم میلادي کال له اکتوبر میاشتې څخه د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال تر اپریل میاشتې پورې په انګلستان کښې په ښځو باندې د جنسي تیریو او ځورولو په شمول د تاوتریخوالو کابو زر او څلور سوه اته دیرش موردونه ثبت شوي دي.

دغه شکایتونه د انګلستان د پولیسو  د یوزر او پینځه سوه نهه دیرش افسرانو پرضد راپور شوی دی.