روسیې د ایران او د عربستان د موافقې هرکلی وکړ
فارس خبري اژانس راپور ورکړی په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د ډيپلوماټیکو اړیکو د احیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د موافقې هرکلی وکړ.
هغه نن سهار وویل د اړیکو د له سره ټینګولو لپاره د ایران او د سعودي عربستان موافقه په لویدیځې اسیا سیمې او نړۍ کښې سټراټيژیک اهمیت لري.
په عین حال کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل هم نن د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان موافقې ته په اشارې سره وویل دا ښه خبر دی او د تهران او د ریاض د اړیکو له سره ټینګول د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.
د ایران او د سعودي عربستان د موافقې پراساس د دواړو هیوادونو خارجه وزیران به له یوبل سره په کتنې سربیره په کابو دوو میاشتو کښې د سفیرانو د تبادلې او د سفارتونو د بیرته پرانیستلو اجرايي زمینې او دغه راز نورو ضروري اقدامات ترسره کړي.