د چین ولسمشرشي جین پینګ او د اوکراین د کړکیچ او د جنګ د هواري لپاره هڅه:-
(last modified Mon, 20 Mar 2023 10:25:24 GMT )
Mar 20, 2023 14:55 Asia/Kabul
  • د چین ولسمشرشي جین پینګ او د اوکراین د کړکیچ او د جنګ  د هواري لپاره هڅه:-

د چین ولسمشر شي جین پینګ د اوکراین د کړکیچ د هواري په هکله د خپل هیواد پلان د نړۍ د نظرونو منعکسونکی وباله.

هغه روسیې ته د سفر په درشل کښې د ماسکو حکومت ته په اړونده «روسیسکایا ګازټا» ورځپانې کښې په یوې مقالې کښې ولیکل د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د چین دولس ماده ئیز پلان د نړیوالو نظرونو منعکسونکی دی او د دغه کړکیچ پایلې له مینځه وړي.

شي جین پینګ زیاته کړه پیچلي ستونزې ساده حل لارې نه لري.

د چین د ولسمشر دغه دریځ د لویدیځو هیوادونو د بې تفاوتۍ او د مخالفت په مقابل کښې د اوکراین د جنګ او د کړکیچ د ختمولو لپاره د خپل پلان د دفاع لپاره دی.

چین په تیرو میاشتو کښې د سیمې او د نړۍ د سولې په بهیر کښې د اغیز شیندونکي قدرت په توګه د نړیوالو بدلونونو ډګر ته ورګډی شوی دی او د اوکراین د کړکیچ د ختمولو لپاره یې دولس ماده ئیز پلان وړاندی کړی خو امریکا په ټول سپین سترګي توب سره هغه د روسیې په ګټه بللی او په اسانۍ ترې تیره شوي ده.

له دې کبله د چین ولسمشر شي جین پینګ روسیې ته د سفر په درشل کښې چې د ماسکو او د پیکینګ ترمینځ د ملګرتیا او د پیوستون د پیاوړتیا بیانونکی دی یوځل بیا د اوکراین د کړکیچ له حل سره د مرستې لپاره د خپل وړاندیزي پلان په ملاتړ سره هغه په نړیواله سویه مطرح کړ.

د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند «لي کان» په دې هکله وايي د چین دولس ماده ئیز پلان د اوکراین د کړکیچ ټولو ملاحظاتو او ګټو ته پام کړی دی او څرنګه چې د دغه پلان هدف او نیت په اوکراین کښې د سولې او د امنیت له ټینګولو سره مرسته کول دي هغه  یو نړیوال پلان دی او د نړۍ د عمومي افکارو غوښتنه هم ده  او په همدې دلیل د چین ولسمشر په ټول توان سره د دغه پلان دفاع کړي ده او هغه ته یې د نړۍ د عمومي افکارو پام رااړولی دی.

ټاکل شوي ده چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د مارچ د میاشتې له شلمې تر دوه ویشتمې نیټې پورې ماسکو ته په سفر کښې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د کړکیچ په هکله د دوه اړخیزه او د نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې وکړي.

دې ته په پام سره چې چین مخکې هم د اوکراین د کړکیچ په اړه خپل نظر اعلان کړی دی د دواړو لورو خبرې اترې د اوکراین له کړکیچ سره د مرستې لپاره ډیرې ګټورې کیدلای شي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت د اعلان پراساس د دغه هیواد په دولس ماده ئیز پلان کښې اوربند او د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو پاې ته رسیدل شامل دي خو د امریکا چارواکو څه موده مخکې د اوربند په ردولو سره وښودله چې واشنګټن د اوکراین د کړکیچ د ختمولو هیڅ نیت او ګروهنه نلري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سفر په درشل کښې د چین په «پیپلز» ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې د اوکراین د کړکیچ په هکله د چین نظر ته په اشارې سره ټینګار وکړ ماسکو د اوکراین د بدلونونو په هکله د چین د انډوله دریځ او د دغو بدلونونو د تاریخي زمینو او د جرړو د درک په هکله د چین د نظر درنښت او هرکلی کوي.

پر دې اساس د نړۍ د خلکو لپاره په کامل ډول روښانه شوي ده چې روسیه د اوکراین د جنګ د دوام لپاره ګروهنه نلري او دا امریکا ده چې جنګ ته لمن وهي.

د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند« ابوالفضل ظهره وند» په دې هکله وايي د اوکراین کړکیچ ته په لمن وهلو کښې د امریکا سیاست د روسیې کمزوري کول دي.

په همدې دلیل امریکا په روسیې باندې د ډیر دباو د راوستلو لپاره خپلې ټولې هڅې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې روسیې په عمل کښې ښودلي ده چې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د سیاسي د اقتصادي او د امنیتي دباو په وړاندې  د مقاومت کولو ټول  توان لري او دغه موضوع امریکا له مخکې څخه زیاته غصه کوي».

په  هرحال د امریکا د ملي امنیت د شورا د سټراټیژیکو ارتباطاتو د غږملونکي جان کربي څرګندونې چې ویلي یې دي واشنګټن به روسیې ته د چین د ولسمشر له سفره وروسته په اوکراین  کښې د جنګ د بندولو لپاره هر ډول غوښتنه د نه  منلو وړ وبولي له چین سره د امریکا د دښمنۍ او د کینې نښه ده او جان کربي اندیښمن دی چې چین د نړیوالې سولې له پیاوړتیا سره د مرستې کولو د سیاست په غوره کولو سره د امریکا ډير سلطه غواړي سیاستونه شنډ کړي او په عین حال کښې د واشنګټن نړیواله سلطه په خطر کښې واچوي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سیمې هیوادونو د امنیت او د سولې له ټینګیدا سره د مرسته کولو د پلانونو په هرکلي سره وښودله چې د سولې تږي دي او د  امریکا له زور ویونکو سیاستونو سره مخالف دي.

 

ټیګونه