چین به د اوکراین د جنګ د ختمیدا هڅه وکړي
Mar 21, 2023 04:58 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې او د اوکراین د جنګ تر ختمیدا پورې د خبرو اترو په تعقیبولو ټینګار وکړ.
شي جین پینګ چې پرون روسیې ته تللی دی په یوه یادښت کښې چې په ریانووسټي خبري اژانس کښې خپور شوی دی د پیکینګ او د ماسکو د دوه اړخیزه او د سټراټيژیکو اړیکو په اهمیت باندې د ټینګار په ترڅ کښې د ملګروملتونو د منشور پراساس او د خبرو اترو له لارې د اوکراین د کړکیچ د سیاسي حل پرضرورت ټینګار وکړ.
د چین ولسمشر وویل روسیې ته زما سفر د دوستۍ د ملګرتیا او د سولې لپاره دی.