چین د سوریې خلاف د لویدیځ د بندیزونو د ختمیدو غوښتنه وکړه
(last modified Sat, 25 Mar 2023 07:45:28 GMT )
Mar 25, 2023 12:15 Asia/Kabul
  • چین د سوریې خلاف د لویدیځ د بندیزونو د ختمیدو غوښتنه وکړه

چین یوځل بیا د امریکې په مشرۍ له لویدیځو هیوادونو وغوښتل چې د سوریې خلاف تپلي ظالمانه بندیزونه دې بې له قید و شرطه لغو کړي

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتو کښې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د سوریې په هکله د امنیت شورا د غونډې ترڅنګ وویل: د سوریې خلاف ټول یواړخیز او غیرقانوني بندیزونه باید سمدستي او بې له قید او شرطه ختم شي ترڅو دا انساني غمیزه له دې زیاته خرابه نه شي.

ګنګ شوانګ زیاته کړه: په دغو بندیزونو کښې د ځینو لنډمهاله ځنډیدل به، له هغو رامینځته شوي اوږدمهاله تاوانونه جبیره نه کړي.

دغه چینايي ډیپلماټ د سوریې د حلب په نړیوال هوايي ډګر باندې د صهیونیسټي رژیم له وروستي تیري څخه د اندیښنې په څرګندولو سره، د دغه کار د تکرار د مخنیوي په ضرورت او د سوریې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یوموټي باندې د احترام په ضرورت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: دا تیری په داسې حال کښې کیږي چې دغه هوايي ډګر ډیر مهم غیرپوځي تاسیسات او د انساني مرستو د انتقال لپاره اصلي لاره ګڼله کیږي.

ګنګ شوانګ یوځل بیا له بهرنیو نیواکګرو ځواکونو او په سر کښې یې له امریکایانو وغوښتل چې په سوریې کښې خپل غیرقانوني پوځي شتون او د دغه هیواد د طبیعي پانګو لوټل سمدستي ختم کړي.

 

ټیګونه