د روسیې او چین ملګرتیا پوځي ائتلاف نه دی
(last modified Sun, 26 Mar 2023 11:08:32 GMT )
Mar 26, 2023 15:38 Asia/Kabul
  • د روسیې او چین ملګرتیا پوځي ائتلاف نه دی

تاس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، ماسکو او پیکینګ پوځي ائتلاف نه دی جوړ کړی او دوې د خپلې پوځي ملګرتیا په اړه هیڅ شی نه پټوي.

هغه نن د دغو ادعاګانو په ردولو سره چې وايي د چین او د روسیې ملګرتیا د لویدیځ پرضد ګواښ دی وویل روسیې له چین سره هیڅ پوځي ائتلاف نه دی جوړ کړی او د دواړو هیوادونو ملګرتیا پوځي او فني لاره ده او په دې زمینه کښې کومه پټه موضوع نشته.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ: ماسکو د ګډو مانورو په شمول له پیکینګ سره پوځي ملګرتیا پراخوي او دا یوازې په چین پورې محدود نه دی بلکې دغه ملګرتیا له نورو هیوادونو سره هم روانه ده او دغه موضوع شفافه او روښانه ده خو دا پوځي ائتلاف نه دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه راز په دې خبرې سره چې لویدیځ هیوادونه هڅه کوي ډیر نړیوال ائتلافونه جوړ کړي وویل امریکا او ناټو تړون د نوي چورلیز جوړول پیل کړی دي کوم چې په دوهم نړیوال جنګ کښې د جرمني د ایټالیا او د جاپان له ائتلاف سره ورته والي لري.

 

ټیګونه