ملګرو ملتو له افغانستانه خپله وتنه رد کړه
د ملګرو ملتو ویاند له افغانستانه د دغه سازمان د مرستندویه ځواکونو د وتلو په هکله د رپورټونه رد کړل
د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک پرون په دې اړه د ګارډین ورځپاڼې د رپورټ په ردولو سره چې ګني ممکنه ده ملګري ملتونه د مۍ میاشتې تر پاې پورې په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي، وویل: دا یو ناسم تعبیر دی. هغه څرګنده کړه: مونږ په افغانستان کښې موجود یوو او په دغه هیواد کښې به خپلو انساندوستانه فعالیتونو ته دوام ورکړو.
دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو د پراختیا دفتر له افغانستان سره په انساني مرستو کښې د ۳۰ فیصده کمي احتمال څرګند کړی دی. رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې نورو کړکیچونو ته د مرسته کوونکو هیوادونو د پاملرنې او په ملګرو ملتو کښې د ښځینه کارکوونکو لپاره د طالبانو د محدودیتونو په وجه به له افغانستان سره مرستې کمې شي.