ملګرو ملتو له افغانستانه خپله وتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131534-ملګرو_ملتو_له_افغانستانه_خپله_وتنه_رد_کړه
د ملګرو ملتو ویاند له افغانستانه د دغه سازمان د مرستندویه ځواکونو د وتلو په هکله د رپورټونه رد کړل
(last modified 2023-04-19T02:37:38+00:00 )
Apr 19, 2023 07:06 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو له افغانستانه خپله وتنه رد کړه

د ملګرو ملتو ویاند له افغانستانه د دغه سازمان د مرستندویه ځواکونو د وتلو په هکله د رپورټونه رد کړل

د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک پرون په دې اړه د ګارډین ورځپاڼې د رپورټ په ردولو سره چې ګني ممکنه ده ملګري ملتونه د مۍ میاشتې تر پاې  پورې په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي، وویل: دا یو ناسم تعبیر دی. هغه څرګنده کړه: مونږ په افغانستان کښې موجود یوو او په دغه هیواد کښې به خپلو انساندوستانه فعالیتونو ته دوام ورکړو.

دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو د پراختیا دفتر له افغانستان سره په انساني مرستو کښې د ۳۰ فیصده کمي احتمال څرګند کړی دی. رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې نورو کړکیچونو ته د مرسته کوونکو هیوادونو د پاملرنې او په ملګرو ملتو کښې د ښځینه کارکوونکو لپاره د طالبانو د محدودیتونو په وجه به له افغانستان سره مرستې کمې شي.