انقره: الوتکې نه غواړو، امریکا دې د ترکیې پیسې راستنې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132828-انقره_الوتکې_نه_غواړو_امریکا_دې_د_ترکیې_پیسې_راستنې_کړي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې انقره به د اخیستل شویو ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د اخیستو لپاره د امریکې د پریکړې په تمه نه شي او د خپل آرډر لپاره د ورکړو ۱.۴ میلیارډ ډالرو د بیرته اخیستو غوښتونکي دي.
(last modified 2023-05-13T22:58:16+00:00 )
May 14, 2023 03:24 Asia/Kabul
  • انقره: الوتکې نه غواړو، امریکا دې د ترکیې پیسې راستنې کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې انقره به د اخیستل شویو ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د اخیستو لپاره د امریکې د پریکړې په تمه نه شي او د خپل آرډر لپاره د ورکړو ۱.۴ میلیارډ ډالرو د بیرته اخیستو غوښتونکي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې انقره به د اخیستل شویو ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د اخیستو لپاره د امریکې د پریکړې په تمه نه شي او د خپل آرډر لپاره د ورکړو ۱.۴ میلیارډ ډالرو د بیرته اخیستو غوښتونکي دي.

ترکیې، امریکې ته د ۱.۴ میلیارډ ډالرو په ارزښت د ۱۰۰ ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د اخیستو سفارش یا آرډر ورکړی و او د هغو پيسې یې هم ورکړې وې خو د امریکې تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال په اوړي کښې وویل چې د ترکیې له خوا له روسیې څخه د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم د اخیستو په وجه یې د ایف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د ورکولو او پلورلو پروګرام لغو کړی دی.

د ترکیې حکومت چې د دغو الوتکو د جوړولو په پلان کښې یې ګډون کړی دی، په وروستیو دریو کلونو کښې هڅه کړې ده چې د امریکې حکومت د خپل آرډر ترلاسه کولو ته متقاعد کړي خو د واشنګټن چارواکي تل د یادو الوتکو د ورسپارلو لپاره د کانګرس تصویب او تایید، یو قانوني ضرورت اعلانوي.

خو اوس د انقرې چارواکي هم د دغو الوتکو له اخیستو تیر شوي دي او همداشان یې د ایف-۳۵ ډوله اولوتکو لپاره د ایس-۴۰۰ دفاعي توغندوي سیسټم د خطر په هکله د امریکې ادعا رد کړې ده.