د پاکستان په کوربتوب د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په اړه د هیندارې ځانګړې خپرونه
د پاکستان په کوربتوب د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په اړه د هیندارې ځانګړې خپرونه د خپرونې میلمانه: افغان پخوانی ديپلومات او سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج او په پاکستان کې ازاد خبریال او تحلیګر طاهر خان د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی
د پاکستان په کوربتوب د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ څه موده وړاندې درې اړخیزه غونډه ترسره شوه، ویل کیږي، په دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ په سياسي، اقتصادي او سوداګریزو اړيکو، سيمهييز ثبات او د ټرانزيټ خبرې شوي دي.
د دغه غوندې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له خپل چینايي سیال سره په خبري کنفرانس کې ویلي چې له نورو شریکانو سره یوځای د سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
چینايي رسنیو هم ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې چین به په هر ډول حالاتو کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې امیرخان متقي هم په اسلام اباد کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو له استازو، د دغه هېواد د پوځ مشر او ګڼ نورو چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو یې خبري کړي.
پاکستان ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د دغه حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ترانسپورت وزارت یو پلاوی هم ملتیا کوله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا سفر کابل ته د تېر کال په نومبر کې د پاکستان د دفاع د وزیر په مشرۍ د بهرنیو چارو لپاره د دغه هېواد د دولت د وزېري حنا رباني کر د سفر او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا دوام دی.
هغه مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دواړو لورو د بندیانو د خلاصون، د سوداګرۍ او تګ راتګ د اسانولو په ګډون پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د تاپي، ټاپ، اورګاډي د لین او نورو لویو پروژو پر پیلولو هم خبرې کړې وې.
سره له دې چې پاکستان طالبانو ته نژدی او ملاتړی بلل کېږي خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو طالب استازو ته يې اجازه ورکړې چې اسلام اباد کې افغان سفارت او د دغه هېواد لویو ښارونو کې افغان کونسلګرۍ سمبال کړي.
شنوونکې په دې اند دي چې پاکسان او چین له دې امله هم د طالبانو حکومت ته ارزښت ورکوي، ترڅو په دغه دواړو هېوادونو کې امنیتي ننګونو کمولو او هم همدا راز سوداګریزو برخو کې همکاریو ته دوام ورکړي.
دا چې په دې سفر کې په کومو موضوعاتو بحث وشو، په داسې حال کې چې طالبان په رسمیت ندي پېژندل شوې، خو د ملګرو ملتونو په تائید په درې اړخیزو غونډو کې ګډون کوي دا چاره د رسمیت پېژندلو په معنا نده؟
دا او یو شمېر نورې پوښتنې په اوسنۍ هینداره خپرونه کې بحث له خپلو میلمنو سره بحث کو، د خپرونې میلمانه مو په پاکستان کې ازاد خبریال او شنوونکی طاهرخان او د سیاسي چارو تحلیلګر او پخوانی دیپلومات عزیز معارج دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.