نړیواله ایټمي موافقه د ټولو په ګټه ده باید له ایران سره رغنده ملګرتیا وشي
(last modified Tue, 16 May 2023 23:59:05 GMT )
May 17, 2023 04:29 Asia/Kabul
  • نړیواله ایټمي موافقه د ټولو په ګټه ده باید له ایران سره رغنده ملګرتیا وشي

داپه داسې حال کې دي چې  د آژانس او ایران ترمینځ  داړونده مسئلو په باب په کرتو ښه تعامل او  ملګرتیاشوې ده ، خو ځینی لوري بیا هم د نړیوالې ایټمي موافقې په سر له سیاسی ناخوالیو لاس په سر نه کیږي او دغه کړکیچ ته دوام ورکوي او خپلې ټوله ژمنې او  نړیوال قوانین ئې هیر کړي دي .   

 د ایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس  مشر رافایل ګروسي  د کینیډا  له سی بی سی ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې  ددې خبرې په کولو سره ووئيل ، د ایران او  آژانس ترمنیځ په تیر مارچ میاشت کې ترسره شوي موافقه  په سمې لارې یو ګام ؤ  او  له تهران سره د  تعامل   ساتل مهم دي .

 داپه داسې حال کې دي چې  د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  مشر له دې مخې   دسیف ګارډز  د مسئلو  دحل په باب له ایران سره په موافقې کې د غوټو دپرانیستو خبر ورکړی ؤ.

په تیر مارچ کې  تهران ته د رفایل ګروسي په دوه ورځني سفر کې  هغه  د  ایران له لوړپوړو چارواکو سره له لیدوکتو وروسته یوه هیله منونکي ګډه اعلامیه هم خپره کړې وه. په دغې اعلامیې کې راغلي  چې  د  ایران  او آژآنس ترمینځ  تعاملات به  د سیف ګارډز  د موافقو په اساس  د ایران د اسلامی جمهوریت  د ژمنتیاؤ او حقوقو او د  آژانس د صلاحیّتونو په بشپړ رعایتولو او دملګرتیا په روحیّې سره ترسره شي.

په دغې اعلامیې کې همداراز زیاته شوې  چې په سیف ګارډز کې باقي پاتې مسئلې  هم  دایران په ملګرتیا او تعامل سره   حل شونې دي.

ټیګونه