د امریکې په لاسوهنو باندې د ترکیې نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133098-د_امریکې_په_لاسوهنو_باندې_د_ترکیې_نیوکې
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د واشنګټن په لاسوهونکو سیاستونو باندې په نیوکې سره، وویل: امریکا نه غواړي په ترکیې کې ډموکراسي برقراره شي.
(last modified 2023-05-19T07:44:59+00:00 )
May 19, 2023 12:13 Asia/Kabul
  • د امریکې په لاسوهنو باندې د ترکیې نیوکې

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د واشنګټن په لاسوهونکو سیاستونو باندې په نیوکې سره، وویل: امریکا نه غواړي په ترکیې کې ډموکراسي برقراره شي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په امریکا او اروپایې اتحادیې باندې تور ولګول چي  د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنو په موخه د دې هیواد د خلګو د عامه افکارو د اغېزمنولو هڅه کوي.

هغه له دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چي امریکا د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنو په لټه کې ده.

په ترکیې کې ولسمشریزو ټاکنو کې هیڅ یو نوماند له پنځوسو نه زیاتې رایې تر لاسه نه کړې چي له دې امله ولسمشریزې ټاکنې به دوهم پړاو ته وغځیږي چي په کښې اردوغان او قلیچدار اوغلو به له یو بل سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې ده چي د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو د میې د میاشتې په ۲۸ نیټه تر سره شي.