د طالبانو حکومت تر رسمیت پیژندلو هیڅ افغان سفیر نه مني
د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي په رسمیت نه دي پېژندل شوي او د دې معنا دا ده چې دوی به په مسکو کې سفیر نه شي لرلی
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، تر څو چې د افغانستان اوسنی حکومت نړیوالو په رسمیت نه وي پېژندلی، هیڅ سفیر په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د کار اجازه نه لري.
کابلوف د روسیې له آر ټي وي آی تلویزیون سره په مرکه کې په عین حال کې د طالبانو له حکومت سره همکارۍ ته د روسیې لېوالتیا څرګنده کړه.
ده وویل، د افغانستان اوسنی حکومت غواړي چې روسي متخصصان یې توپونه او ټانکونه ترمیم کړي او روسیه هم له دې کار سره موافقه ده.
کابلوف وویل: د افغانستان چارواکي لیواله دي چې زموږ متخصصان له دوی سره د ټانکونو او توپونو په ترمیم کې مرسته وکړي. دا وسلې اکثره د شوروي دي، که څه هم طالبان ډېرې وسلې لري چې له تښتېدلیو امریکایانو ورته پاتې شوي دي.
ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل: د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي په رسمیت نه دي پېژندل شوي او د دې معنا دا ده چې دوی به په مسکو کې سفیر نه شي لرلی او دا مسله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په ځلونو یاده کړې ده. هغه وخت دا کار کېدای شي چې طالبان د قومونو په ګډون ټولشموله او استازندوی حکومت جوړ کړي.