امریکا له بل هر وخت نه ډیره مخ په زوال ده
(last modified Sun, 20 Aug 2023 01:42:00 GMT )
Aug 20, 2023 06:12 Asia/Kabul
  • امریکا له بل هر وخت نه ډیره مخ په زوال ده

د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان په دې خبرې سره چې دښمن په هره سیمه کښې حرکت وکړي، د اسلامي انقلاب له سخت وجود سره ټکر کوي، ټینګار وکړ: امریکا له بل هر وخت نه ډیره مخ په زوال ده.

د ایرنا د خبر له مخې، سردار حسین سلامي په ټوله دنیا کښ طد امریکې په مشرۍ د نړیوال استکبار شرارتونو ته په اشارې سره وویل: نن سبا امریکا له بل هر وخت نه ډیره مخ په زوال ده او دښمن د کمزورۍ په اوج کښې دی.

جنرال سلامي په دې خبرې سره چې که د تیرو ۴۵کلونو تاریخ ته وګورو نو وینو چې دښمنان کمزورې شوي او د مقاومت چورلیز لاپیاوړی شوی دی، زیاته کړه: امریکې په افغانستان کښې ډیر پوځي تجهیزات پریښودل او وتښتیده او دا ښودنه کوي چې نړیوال استکبار د وخت په تیریدو سره کمزورې شوی دی.

د سپاهِ پاسداران عمومي قومندان څرګنده کړه: د اسرائیلو رژیم هم د ۱۹۶۷ کال په پرتله کمزورې شوی او حزب ا... له هغې زمانې نه پیاوړی شوی او تجهیزات او سازو سامان یې ښه او ماډرن شوي دي.

جنرال سلامي ټینګار وکړ: نن سبا اسلامي انقلاب او د امریکې، غاصب اسرائیل او په سیمه کښې یې د انډیوالانو په وړاندې د مقاومت چورلیز، برلاسی دی او دا څیز د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په تدبیر او هوښیارۍ او د اسلامي امت په مجاهدت او استقامت سره ترلاسه شوی دی.

د سپاه پاسداران عمومي منشي په دې خبرې سره چې نن سبا په نړۍ کښې د سیاسي جغرافیا جوړول تر ټولو سخت کار دی چې اسلامي ایران دا کار ترسره کړی دی، زیاته کړه: اسلامي انقلاب استکبار ستومانه کړی دی او د امریکې هډونه له دننې څخه تش او ډډ شوي دي.

 

ټیګونه