Aug 26, 2023 17:23 Asia/Kabul
  • له قره باغ څخه د ارمنیانو ایستلو لپاره د باکو نوې طرحه

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان له قره باغ څخه د دې سیمې د اوسېدونکو د ایستلو په موخه، د د الهام علي اوف د دولت طرحه افشا کړه.

نیکول پاشینیان وویل: داسې معلومات په واک کې شته چې د باکو دولت هوډ لري په یو اړخیز ډول د لاچین لاره پرانیزي او یوازې له قره باغ څخه وتلو ته اجازه ورکړي.

د ارمنستان ځانګړي سفیر ادموند ماروکیان په ایکس کې لیکلي: د الهام علي اوف دولت په غرني قره باغ کې په دودیز ډول قومي پاکوالي ته دوام ورکوي او د الهام علي اوف دولت د دې هوډ لري چې د لاچین لاره خوشي او په غرني قره باغ کې مېشت ارمنیان له دې سیمې څخه وتلو ته اړ کړي.

د ارمني چارواکو او کارپوهانو د دې څرګندونو پر وړاندې، د باکو دولت د رسمي شمېرو په خپرولو سره اعلان کړی چې په تېرو درې ورځو کې په لاچین لاره کې د تېرېدو لپاره له ۲۰۰ ډېرو کسانو ته شرایط برابر شوي دي، چې د دوی په منځ  کې ارمني الاصله کسان او همدارنګه هغه کسان شته چې د روسیې تابعیت یې منلی او روسي پاسپورت لري.

د باکو د چارواکو په خبره، دا موضوع د دې ښکارندويي کوي چې له پوله ایزې اډې څخه د ملکي ارمنیانو د تګ راتګ لپاره کوم خڼد یا ستونزه نشته. د باکو د دې طرحې ادعا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، نړیوالو سازمانونو د غرني قره باغ د مېشتو کسانو ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړی وو.

د ارمنستان دولت د باکو دا ګام په غرني قره باغ کې د ۱۲۰ زره مېشتو کسانو کلابندي او د قومي پاکوالي د سیاست پلي کول ګڼلي دي. د ارمنستان لومړي وزیر هم د الهام علي اوف د دولت له لوري د لاچین لارې بندول غیر قانوني بللي او زیاته کړې ده: نږدې ۴۰۰ ټنه بشردوستانه توکي چې د غرني قره باغ د کسانولپاره په پام کې نیول شوي وو، اوس هم د لاچین په لاره کې بند پاتې دي.

د تېر میلادي کال د ډیسمبر میاشتې په ۱۲مه ورځ د آذربایجاني سرتېرو له لوري د لاچین لارې له نیول کېدو راهیسي، د غرني قره باغ د سیمې برښنا، ګاز، ټلفوني اړیکې او انترنیټ په کراتو پرې شوی دی. له همدې امله ده چې د قره باغ ارمني مېشت کسان ناهیلي شوي او د دې سیمې لسګونه زره کسان په ناوړه روحي او رواني وضعیت کې دي او که وضعیت بدلون ونه کړي، د دوی ډېری کسان به له دې سیمې څخه وتلو ته اړ شي.

په همدې تړاو د قره باغ د سیمې یوه وګړي آنا منساګاریان ویلي: اصلي ستونزه دا ده چې په خانکندي کې د ارمنستان پر مشرانو هېڅ باور نه دی پاتې شوی. ارمني چارواکي وايي چې استعفا ورکوو، ترڅو یو غوره دولت رامنځته شي، مګر استعفا نه ورکوي.

په حقیقت کې، د قره باغ ارمنیان د پاشینیان د دولت سیاستونه بې پایلې یادوي. ځکه د دې سیاستونو له امله، د الهام علي اوف دولت ګام په ګام د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د ارمنستان پر دولت او ملت باندې د دوی پر تحمیلوو سره پرمخ ځي. په مقابل کې، ارمنستاني چارواکي وايي ، هڅه کوي چې د دې هېواد خلک هیله مند کړي.

ارمني شنونکي او مفسران ټینګار کوي چې د لاچین د لارې تړل کېدل، په هغو سیمو کې د عمدي ستونزو د رامنځته کولو په موخه دي، کوم چې روسي سوله ساته سرتېري پکې مېشت دي او نیکول پاشینیان خپله له مقابل لوري سره د مذاکرانو د ماتې لامل دی. په مقابل کې، آذري شنونکي بیا وايي، نیکول پاشینیان او د هغه ټیم په دې په پوهېدو سره چې له آذربایجان سره د نهايي سولې د تړون لاسلیک، د حدودو ګواښ او د دولتي مشروطو پولو ټاکل، نه انکارېدونکي برخې دي، هڅه کوي  د امکان تر کچې د مذاکراتو په لاره او له اذربایجان سره د قره باغ د بېرته یوځای کېدو په  بهیر کې مصنوعي خنډونه رامنځته او وخت ضایع کړي.

له همدې امله، د آذربایجان او ارمنستان د متفاوتو عمومي افکارو لید لوری او د متقابلو لورو بې باوري، د قره باغ د جوړجاړي بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ کوي. په همدې حال کې، د ایروان دولت چارواکي هڅه کوي چې د سولې د لس ماده ایزې هوکړې ټولې برخې، چې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په نهمې نېټې په مسکو کې لاسلیک شوی دی، پلی کړي. په داسې حال کې چې د الهام علي اوف دولت د پردیو د غوښتنې له مخې، هڅه کوي ترڅو د مسکو د سولې په هوکړه کې یوه نوې برخه ورزیاته کړي.

د دې برخې له مخې،د باکو چارواکي د انقرې دولت د چارواکو تر فشار لاندې، هڅه کوي چې د ارمنستان په سویل کې دالان سیمه د نخجوان په خودمختاره جمهوریت سره په خپل واک کې ولري. ښکاره ده چې د باکو او انقرې د دې غوښتنې په ترلاسه کېدو سره، له ایران سره د ارمنستان پوله به وتړل شي. د ډې ګام په پایله کې، ایران به په سیمه کې خپل ډېری اقتصادي او سیاسي او حتی جغرافیايي ګټې له لاسه ورکړي. ارمنستان به هم د باکو او انقرې د دې غوښتې له اجرا څخه وروسته، په لنډ وخت کې له منځه ولاړ شي.  له همدې امله، ایران اعلان کړی چې په سیمه کې له ژئوپولیټیکل بدلون سره مخالف دی او د آذربایجان او ارمنستان له تمامي ارضیت څخه ملاتړ کوي.

ارمنستاني چارواکو بیا په کراتو د باکو او انقرې د چارواکو له دې غوښتنې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. مګر د آذربایجان ولسمشر تل پر دې موضوع ټینګار کړی چې د ارمنستان د مخالفت په صورت  کې به باکو په زور سره دا لاره د ارمنستان په خاوره کې رامنځته کړي.

 

ټیګونه