مراکش کې د زورورې زلزلې له کبله ۶۳۲ کسان مړه شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د کاسابلانکا اوسېدونکي د وروستیو ټکانونو له ویرې له کورونو بهر پاتې شول.
یوې زورورې زلزلې د مراکش مرکزي برخې لړزولې او د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا له همدې کبله لږ تر لږه ۶۳۲ کسان مړه شوي دي او څه د پاسه درې سوه نور ژوبل شوي چې کابو شپیته پکښې مرګي حاله دي.
د ریهکټر په کچه د دې زلزلې شدت شپږ اعشاریه اته درجې یاد شوی دی.
ویل کېږي، د زلزلې مرکز له مراکش نژدې ۷۱ کیلومتره لېرې په اطلس غرونو کې و او د امریکا جیولوژیکل سوسایټي د معلوماتو له مخې زلزله اتلس اعشاریه پنځه کیلومتره په ځمکه کې دننه پیل شوه.
د رپوټونو له مخې د دې زلزلې ټکانونه له اطلس غرونو نژدې ۳۵۰ کیلومتره لېرې پلازمېنه رباط او دغه راز کاسابلانکا(دارالبیضا) ښارونو کې هم محسوس شوي دي.
لومړی ځل دا زلزله له ځايي وخت سره سم ماخوستن ۱۱ بجې او ۱۱ دقیقې وشوه او دویم ځلي یې څلور اعشاریه نهه درجو ټکانونه ۱۹ دقیقې وروسته بیا محسوس شول. د دې هېواد کورنیو چارو وزارت وايي، ډېری کسان په مراکش او سویلي سیمو کې مړه شوي دي.
د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، په بېلا، بېلو سیمو کې ۱۵۶ ټپي شوي کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي.
پر خواله رسنۍ ایکس (مخکیني ټویټر) خپرو شویو ناتایید شویو ویډیويي کلیپونو کې ځینې ورانې شوې ودانۍ لیدل کېږي او د ښارونو لارې کوڅې ښکاري چې له خاورو خځلو ډکې دي.
رویټرز خبري اژانس ته یوه ځايي اوسېدونکي ویلي، د مراکش په زاړه ښار کې ځینې ودانۍ نړېدلې.
پر ایکس خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې ځینې ودانۍ په داسې حال کې لیدل کېږي چې د نړېدو په حال کې دي، خو بي بي سي نه توانېدلې تائید کړي، چې دا ودانۍ په کومه سیمه کې دي. ویل کېږی، د زلزلې د نورو ټکانونو له ډاره د ښار ډېری اوسېدونکي له کورونو بهر پاتې شوي دي.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې هم ویل شوي، د یوې کورنۍ غړي د دې تاریخي ښار په ورانه شوې ودانۍ کې ایسار پاتې وو او یو شمېر کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.