ازبکستان د قوش تپه د کانال په هکله اندیښنه لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو لخوا د «قوش تپه» کانال د دوهمې برخې د جوړیدا د کار د له سره پیلولو له اعلان وروسته د ازبکستان حکومت په دې هکله د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کښې وویل د ازبکستان یو حکومتي پلاوی به د خبرو اترو لپاره افغانستان ته لاړ شي.
د قوش تپه کانال د امو سیند اوبه د افغانستان د بلخ ، د جوزجان او د فاریاب ولایتونو ځینو سیمو ته انتقالوي.
امو سیند د افغانستان په بدخشان ولایت کښې له پامیر غرونو رابهیږي او د هغه کابو یولس سوه کلومیټره له تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان په شمالي سرحدونو کښې واقع دي.
د ازبکستان مقاماتو نن وویل د دغه هیواد یو حکومتي پلاوی به په راتلونکو میاشتو کښې افغانستان ته سفر وکړي چې د قوش تپه د اوبو د کانال د بلند پروازانه پروژې په هکله چې په سیمه کښې د اوبو د امنیت په هکله یې ژوره اندیښنه رامینځته کړي ده د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف په تیرې سپتمبر میاشت کښې د قوش تپه کانال په هکله د سختې اندیښنې او د غبرګون په ښودلو سره د مرکزي اسیا له هیوادونو وغوښتل چې په دغه موضوع باندې د غور لپاره متحد کړچار وښي.