د تهرن او ځينو نننیو نړیوالو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم ځینی نړیوالې ورځپاڼې درسره شریکې کړو.هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
دوستانو د تهران چاپ زیاتره ورځپاڼو د عربستان په ریاض کې د فلسطین او غزې دوروستیو حالاتو په باب د اسلامی ملګرتیا موسیسې بیړنۍ سرمشریزې ته ډير انعکاس ورکړی دی.د تهران ورځپاڼو لیکلي دي ، د ریاض سرمشریزې ته چې د عربی هیوادونو د مشرانو په ګډون سره ترسره شوي، هغه هیلې پوره نه کړې چې دغزې د مظلومو خلکو پشمول د اسلامی امت ورڅخه درلودې . ورځپاڼو لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې روښانه کړې ده ،د غزې پیښه د شرارت له چورلیز سره د شرافت د چورلیز مقابله ده او ټول باید وښائي چې د کوم لوري ملګرتیا کوي.ورځپاڼو دغه راز لیکلي دي ،ابراهیم ریئسي پخپلې وینا کې دغاه راز د امریکا حکومت، له تیرو پنځو اونیو راهیسې د غزې د مظلومو خلکو په خلاف د وحشي صهیونیسټانو د جنایتونو اصلي امر کونکی او شریک وباله او وې ویل: اوس چې د امریکا تر نفوذ لاندې نړیوالې ټولنې د هویت، خاصیت او د پریکړې کولو د توان په نشتوالي اخته شوي دي، باید میدان په خپل لاس کښې واخلوو.
د ایران ولسمشر د فلسطن د ولس په ګټه د پریکنده فیصلې لپاره لس بیړنۍ لارې چارې او وړاندیزونه وکړل چې په کښې، د غزې د خلکو د وژلې بندول، د غزې د انساني کلابندۍ بشپړه ختمول، له سیمې د صهیونیسټي رژيم د پوځ سملاسي وتل، د اسلامي هیوادونو له خوا له صهیونیسټي رژیم سره د هر ډول سیاسي او اقتصادي اړیکو غوڅول، د صهیونیسټي او امریکايي جنایتکارانو د مشرانو د نیولو او سزا ورکولو لپاره د یوې نړیوالې محکمې جوړول، د اسلامي هیوادونو په مرسته د غزې د سمدستي بیارغونې لپاره د یو ځانګړي بسپنې جوړول او له اسلامي هیوادونو څخه د فلسطین خلکو ته د انساني مرستو د وړونکو کشتیو د قافلې استول شامل وو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپلې وینا په دوام کښې وویل: نیواکګر رژیم د نړیوالو حقوقو د اصولو په خلاف ورزۍ سره، د غزې په ټولې تړانګې باندې بشپړه حمله وکړه او د مرستندویه کسانو او روغتوني عملې او د خبریالانو وژل او په روغتونونو باندې بمبارۍ د دغه وحشي جنایت یوه بله برخه ده.
ورځپاڼو لیکلي دي ،د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان وویل،په ورته مهال کې د امریکا جنګۍ بیړۍ سیمې ته لیږدول شوي او داشان واشنګټن د اسرائیلو په ملاتړ سره، په عملي توګه جنګ ته ودنګل. په امنیت شورا کښې له صهیونیسټي رژيمه هراړخیز ملاتړ او د هغو پریکړه لیکونو د تصویبیدو مخنیوی چې په غزه کښې د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه نیسي، تیري ګرو ته د امریکا یو بل خدمت ؤ او د نورو جنګي جنایتونو لپاره ئې د هغوي لاس بیخي خلاص کړ، باید اسلامی امت او د اسلامی هیوادونو واکولان په خود کې شي.
داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انترنیټي ویبپاڼې کې ئې لیکلي دي،د ایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر حجةالاسلام سید اسماعیل خطیب په یولړ څرګندونو کې ووئيل،سیمه به په نزدې راتلونکي کې له جدي بدلونونو سره مخامخ شی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،وحشي صهیونیسټي رژيم د فلسطین دغزې په روغتونونو کې د ناروغانو اوټپیانو ژوند هم اخلي او دغو جنایتکاروپه وحشیتوب او جنایتونو کې ریکارډ جوړ کړی.
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...د فلسطین دمقاومتي چورلیز دمبارزانو په لاس د طوفان الاقصی عملیاتو وروسته پخپلې دوهمې وینا کې امریکا ته په خطاب کې په ډاګه ووئيل، که امریکا سیمه ایز جنګ نه غواړي ،که غواړي په سیمې کې د تاسو د پوځي مرکزونو په ضد حملې پاي ته ورسیږي، نو باید دغزې جنګ ودروئ.
د ایران د خاتم الانبیاء(ص) دمرکزی غونډ سایبري او ګواښونو د ما ډرن څانګې قوماندانسردار مصطفی ایزدي طوفان الاقصی عملیاتو ته په اشارې سره ووئيل،دا چې یوې واړې مبارزې ډلې نړیوال استکبار ولړزاوۀ،په نړیواله سویه د اسلامی انقلاب قدرت او دهغو اغیزې نندارې ته وړاندې کوي.
نیویارک ټایمز خپرونې پخپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي ، ۷۲فیصدي امریکایان حاضر نه دي ، دخپل هیواد لپاره وجنګیږي.همداراز د امریکا فارن پالیسي خپرونې هم لیکلي دي،دغزې جنګ د امریکا لپاره یوه بشپړ غمیزه ده
په عراق او سورئې کې یو ځل بیا د امریکا پوځي مرکزونه د مقاومتي چورلیز دمبارزانو د توغندیو په شیش کې راغلي او لوخړَې ترې پورته شوي دي
د ایران او افغانستان ترمینځ داقتصادي ملګرتیاؤ پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په زغرده وئيلي دي ایران دنړیوالو بازارونو ته دافغانستان دشیانو رسول او لاسی آسانولی شي.
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د عربستان په ریاض کې د اسلامی هیوادونو او عربی اتحادئې د غړو هیوادونو په سرمشریزې کې د قطر امیر شیخ تمیم په ډاګه ووئيل، دا څرنګه ممکنه ده چې په روغتونونویرغلونه یوه عادی چاره وګڼل شي؟
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل په یولړ څرګندونو کې ووئيل،تمه نه کیږي چې په نزدې راتلونکي کې روسیه په اوکراین کې ماته وخوري، او اروپائي هیوادونه دې اوکراین ته د وسلو د لیږد دکمولولپاره تیار ووسي.
د روسیې د ملی امنیت د شورا مرستیال مشر دیمیتري مدودوف په یولړ څرګندونو کې ووئيل، هغه کار چې په افغانستان کې طالبانو په تیر یوه کال کې په د غه هیواد کې له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په زمینې کې ترسره کړی ، دمتحده ایالاتو په رهبرۍ کې ائيتلاف د افغانستان دنیواک په شلو کلونو کې نه ؤ ترسره کړی او امریکا غوښتل چې له افغانستانه روسیې ته د هیروئينو د وړلو لار هواره کړي.
وروستي راپورونه ښئ چې د فلسطین په غزې د خونخوار او وحشي صهیونیسټي رژيم په بې آمانه بمباریو او حملو کې تر بیګا پورې د شهیدانو شمیر یولس زره یو سل شلو تنو اوښتی چې کابو اویا فیصدي شهیدان ئې ښځې او ماشومان دي .
د ملګروملتو دبشری حقوق مدافعې ادارې په خپلې وروستۍ اعلامیې کې په زغرده وئيلي دي ، روغتونونه دجنګ او بمباریو ځاي نه ،بلکې د ناروغانو او دبې څوکه کسانو پناه ځای دی.
د انډونیشیا خلکو په کمپاین کې هڅه کړې ده چې د صهیونیسټي رژيم د ملاتړو شرکتونو د شیانو بایکاټ وکړي .
د بحرین ولس یو ځل بیا د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په غبرګون کې له دغه جنایتکار رژيم سره د هرډول اړیکو د غوڅولو په خاطر لاریونونو ته مخه کړې ده .
اوس هم راګرځو ځّینو بهرنیو ورځپاڼو ته چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي.
پاکستانۍ ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ څرګندونې خپرې کړې دي چې وايي اسلام اباد له کابل سره په تماس کې دی.
دا څرګندونې له هغې وروسته دي چې د دې هېواد سرپرست او موقته لومړي وزیر انور الحق کاکړ په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې او دوی ئې تورن کړي چې په خپله خاوره ئې هغو پاکستانيو طالبانو د فعالیت مخه نه ده نیولې چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،کاکړ له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو پریکړه هم له همدې کبله وګڼله.
خو اېکسپریس ټربیون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې اغلې بلوچ له خولې ویلي" زموږ پر شکونو او اندېښنو سربېره پاکستان د ( طالبانو تر واک لاندې ) افغانستان سره د تماس چینل ساتلی دی. "
وروسته له هغې چې د پاکستان سرپرست حکومت له دې هېواده دغیر قانوني افغان کډوالو ایستل پیل کړل، افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي ښکاري.
پاکستانۍ ایکسپریس ټربیون وايي، پاکستان پریکړه کړې چې په نړیوال دریځ په دې هېواد کې د طالبانو د رژیم ملاتړ پای ته رسوي.
ورځپاڼه زیاتوي، کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې ممتاز زهرا بلوچ څخه د دې ترینګلې شویو اړیکو په اړه وپوښتل شول، هغې په مستقیمه توګه د پاکستان په پاکستانۍ اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ څرګندونې خپرې کړې دي چې وايي اسلام اباد له کابل سره په تماس کې دی.
دا څرګندونې له هغې وروسته دي چې د دې هېواد سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او هغوی یې تورن کړل چې په خپله خاوره یې هغو پاکستاني طالبانو د فعالیت مخه نه ده نیولې چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
کاکړ له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو پریکړه هم له همدې کبله وګڼله.
خو اېکسپریس ټربیون د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د ویاندې اغلې بلوچ له خولې ویلي" زموږ د شکونو او اندېښنو سربېره پاکستان د افغانستان سره د تماس چینل ساتلی دی.
وروسته له هغې چې د پاکستان سرپرست حکومت له دې هېواد څخه د بې اسنادو افغان کډوالو ایستل پیل کړل، افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې ښکاري.
پاکستانۍ ایکسپریس ټربیون وايي، پاکستان پریکړه کړې چې په نړیوال دریځ په دې هېواد کې د طالبانو د ریژیم ملاتړ پای ته رسوي.
ورځپاڼه زیاتوي، کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې ممتاز زهرا بلوچ څخه ددې ترینګلې شویو اړیکو په اړه وپوښتل شول، هغې په مستقیمه توګه د پاکستان په پالېسۍ کې د ظاهري بدلون په اړه تبصره ونه کړه خو په اړیکو کې یې د ننګونو یادونه وکړه او دا ادعا یې تکرار کړه چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کیږي.
اېکسپریس ټریبیون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له خولې زیاتوي چې د دوی بهرنۍ پالېسي د دوی د امنتیتي اندېښنو ځواب ویونکې ده او افغان لوري ته یې دا خبره روښانه کړې او ترې غوښتي یې دي چې سملاسي توګه دې پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد موثر اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرله پسې دا ادعاوې رد کړي چې ګوندې د افغانستانه دې په پاکستان کې بریدونه تنظیمیږي او ټینګار یې کړی چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هېواد پر ضد وکاروي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح .... مجاهد تر دې مخکې د پاکستان د سرپرست صدراعظم د څرګندونو په اړه ویلي وو چې پاکستان کې دې د بریدونو زیاتوالی په دوی پورې نه تړل کیږي.
مجاهد همدا راز ویلي وي دوی په پاکستان کې امن غواړي خو د دې هېواد امنیت ساتلو مسولیت نه لري.
یو شمېر لویدیځيورځپاڼو بیا د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ لوبې ته په پام د افغانستان د کرکټ په اړه لیکنې کړي دي.
په دې لړ کې د اسټرالیايي ورځپاڼې سیډني مارنینګ هیرالډ د یوې لیکنې سرلیک دی " د افغانستان د کرکټ د افسانې له پامه د غورځولو وخت نه دی. "
د لیکنې په یوه برخه کې راغلي دي،کابو ټولو افغان لوبغاړو د کرکټ مسلکي ژوند د شل اوریزو لوبو له کاروان سره کړې، خو اوس دوی بدلون موندلی دی په ډېره ښکلې توګه یې خپل د توپ وهنې او توپ اچونې تخنیکونه پنځوس اوریزو لوبو ته بدل کړي دي.
لیکوال وايي په دې برخه کې تر ټولو ډیر کریډیټ باید د افغان کرکټ ټیم روزونکي جانتن تراټ ته ورکړل شي چې افغان لوبډلې سره یې دې برخه کې ښه کار وکړ.
( سیماب)