لویدیځ هماغه شان دروسیې په ضد ترکیبی جنګ ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143448-لویدیځ_هماغه_شان_دروسیې_په_ضد_ترکیبی_جنګ_ته_دوام_ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون ناوخته ددغه یهواد دفاع وزارت له لوړپوړو چارواکو سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره ووئیل، د اوکراین په جنګ کې د لویدیځ د پوځي تجهیزاتو او وسلو ماته نه خوړلو ډنډوره له مینځه تللې ده .
(last modified 2023-12-19T23:32:43+00:00 )
Dec 20, 2023 04:00 Asia/Kabul
  • لویدیځ  هماغه شان دروسیې په ضد ترکیبی جنګ ته دوام ورکوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون ناوخته ددغه یهواد دفاع وزارت له لوړپوړو چارواکو سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره ووئیل، د اوکراین په جنګ کې د لویدیځ د پوځي تجهیزاتو او وسلو ماته نه خوړلو ډنډوره له مینځه تللې ده .

 د روسیې ولسمشر په یولړ څرګندونو کې ووئیل، لویدیځ هماغه شان د روسیې په ضد ترکیبی جنګ ته دوام ورکوي او په اوکراین کې د جنګ په پلمه   دغه هیواد ته  میداني اطلاعات ، وسلې او پوځي تجهیزات ورکوي.

سپوټنیک  خبری آژانس راپور ورکړ،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  پرون ناوخته ددغه یهواد دفاع وزارت له لوړپوړو  چارواکوسره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره ووئیل،  د اوکراین په جنګ کې د لویدیځ د پوځي تجهیزاتو او وسلو  ماته نه خوړلو ډنډوره له مینځه تللې ده .

د روسیې ولسمشر  په اوکراین کې ددغه هیواد په پوځي عملیاتو کې دګډون کونکو ټولو کسانو په  قدرونې سره ووئیل، روسیه نیّت نه لری،په اوکراین کې په پوځي عملیاتو کې  له خپلو هدفونو  لاس واخلي.

پوتین  له دې مخکې هم په کلنی خبری کنفرانس کې هم وئیلي وو، سوله به هاله  ترلاسه شي و چې روسیه  په اوکراین کې  په پوځي عملیاتو کې خپلې موخې ترلاسه کړي.