ایران د نړۍ په پرمختګ کې د پاو وړ ونډه لري
د روسیې مرستیال خارجه وزیر دې خبرې ته په اشارې سره چې د ایران ولس له څو زره کلن بډاي او مخنیه لرونکي تاریخ څخه برخمن دی ، ووئیل، دایران اسلامی جمهوریت د نړۍ دتمدن په پرمختګ کې د پام وړ ونډه لري.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف په ماسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي سره په کتنې کې چې په ماسکو کې د ایران په سفارت کې د اسلامی انقلاب د بریالیتو ب د کلیزې په مناسبت د دستورو په څنډې کې شوي ، ددواړو هیوادونو د مناسباتو مخ په وده بهیر ته په اشارې سره ووئیل ، دغه هیواد د بیخ بینائیو ، صنعتی تولیداو، تجارت ، ټوریزم ، بانکي معاملاتو او هم دد واړو ملتونو ترمینځ دملګرتیا پشمول په ما دي حوزې کې له ایران سره د تعامل لپاره ډير ارزښت ته قایل دی.
د روسیې مرستیال خارجه وزیر د څو قطبي نړۍ د رامینځةکولو لپاره د ایران او روسیې ګډو هڅو ته په اشارې سره ووئیل، په راتلونکي نړۍ کې خپلواکه حکومتونه د ځينو سرزورو هیوادونو د سرزورۍ او بدماشیو په وړاندې د خپلو ګټو ددفاع جوګه دي او له یوه بل سره مرسته کوي ، ایران او روسیه ددغه هدف د تحقق لپاره ګډې هلې ځلې تعقیبوي.
هغه همداراز په بریکس اقتصادي ډلو کې د ایران غړیتوب ته په اشارې سره ووئیل، له بریکس سره دایران په یو ځای کیدا سره د تهران او ماسکو دملګرتیا لپاره فرصتونه تر پام وړ حده پراخ شوي دي.
۴۵کاله مخکې د ۱۹۷۹کال د فرورۍ په لومړۍ نیټه د اسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی له پنځلس کلنې جلاوطنۍ ورویسته د ایران دو لس په ولولناک او پرتمین هرکلي کې د ایران پر خاوره ګام کیښود او د اسلامی انقلاب رڼا او څپانده څپې ئې د درستې نړۍ نندارې ته وړاندې کړې.