د شعبانیه نیکمرغه اخترونه دې پر ټولو مبارک وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.
د شعبان د میاشتې له لومړۍ تر پنځم پورې په شپو ورځو کې درست مسلمانان او داهل بیت علیهم السلام مینه وال خوشالیانې کوي او د خپلو معصومو امامیّنو د نیکمرغه زوکړې کلیزې لمانځي .
د شعبان د میاشتې دریمه نیټه دحضرت امام حسین، څلورمه نیټه د حضرت ابوالفضل العباس او پنځمه نیټه هم د حضرت امام زین العابدین علیهم السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزې دي ، چې په دغو شپو ورځو کې د اهل بیت علیهم السلام مینه وال جشنونه جوړوي او یوه بل ته په دې مناسبت مبارکۍ ورکوي.
حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام چې نن ئې د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده ، ابو الفضل، قمربني هاشم ، د کربلا علمدار اوسقا لقبونه درلودل او د حضرت امام علی السلام یو میړنی او شجاع زوی ؤ. دهغه بزرګوار قدرمنه مور حضرت ام البنین وه، چې د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها له ر حلت وروسته ئې ورسره واده کړی ؤ. حضرت عباس علمدار(ع) د عاشورا دپاڅون حماسه پنځونکی دی چې په سرښیندنې ،او شهادت سره توانیدلی ، دخپلې زمانې له امام سره عشق او ارادت وپنځوي او د حقیقت د لارې د لارویانو لپاره د وفادارۍ یوه غوره او وړ بیلګه شي.
په ایران کې د حضرت عباس علمدار (ع) د نیکمرغه زوکړې کلیزه د جانباز ورځ نومول شوې ده .
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.