Mar 06, 2024 11:36 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران چاپ شهروند ورځپاڼې د خپل وړومبي مخ په غټ سرټکي کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خولې لیکلي دي: د کب د یوولسمې په ټاکنو کښې د خلکو ګډون، یو جهاد و.

په خبر کښې لولو چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون سره د ونو د دریو نیالګیو له لګولو وروسته چې د «دختکارۍ» ورځ وه، د روانې کب میاشتې په یوولسمه نیټه د راې اخیستنې په مرکزونو کښې د ایران د ولس له شتون څخه مننه وکړه او ویې ویل: په انتخاباتو کښې د ایران د ولس ګډون د ټولنیزې او تمدني دندې ترسره کول او یو جهاد و.

معظم رهبر زیاته کړه: دښمنانو له کابو یو کال راهیسې په خپلو تبلیغاتو سره هڅه وکړه چې خلک په ټاکنو کښې له برخه اخیستو واړوي او د انتخاباتو رونق ختم کړي خو خلکو د کب په یوولسمه نیټه په خپل ستر او حماسي حرکت سره، د دښمنانو د هلوځلو مقابله وکړه، په دې وجه دغه حرکت، یو جهاد و.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د انتخاباتو د ترسره کوونکو، تبلیغاتو او د امنیت د ساتنې د مسئولانو په شمول د انتخاباتو له ټولو کارکونکو مننه او قدرونه وکړه.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود همداشان د سیستان و بلوچستان ولایت په ځینو سیمو کښې سیلاب او خلکو ته اوښتي زیان ته په اشارې سره هم ټینګار وکړ: کومې مرستې چې د حکومتي او غیرحکومتي برخو له خوا روانې دي، باید دوام ولري او نور خلک هم چې د مرستې وس لري، مرسته دې وکړي. */*/*/*/

د تهران جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د نورو موضوعاتو ترڅنګ د پاکستان له وزیراعظم سره د ایران د ولسمشر د ټیلیفوني خبرو خبر راخیستې دی او د سید ابراهیم رئیسي له قوله یې لیکلي دي: ایران له ګاونډیانو سره د اړیکو د پياوړتیا د سیاست په چوکاټ کښې له پاکستان سره د تعاملاتو د سویې د لوړتیا هرکلی کوي.

په خبر کښې لولو: د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران او پاکستان اړیکې له ګاونډیتوبه زیاتې او په ژورو تاریخي او کلتوري پیوندونو او بنیادونو ولاړې دي، وویل: ایران له ګاونډیانو او اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او ژورتیا د سیاست په چوکاټ کښې د پاکستان د اسلامي جمهوریت له دوست او ورور هیواد سره د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو د سویې د لوړولو هرکلی کوي.

سید ابراهیم رئیسي له شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کښې د پاکستان د نوي وزیراعظم په توګه یوځل بیا د هغه د غوره کیدو په مبارکۍ سره هیله وښودله چې په نوي پړاؤ کښې د دلچسپۍ وړ برخو کښې د تهران او اسلام آباد د مشرانو په ارادې او تدبیر سره د دواړو هیوادونو د حکومتونو او ولسونو خپلې مینځي اړیکې او ملګرتیاوې له مخکې نه ډیرې پراخې شي.

هغه د پاکستان د نوي حکومت لپاره د کامیابۍ او د دې حکومت په دوران کښې د پاکستان د ودې او ترقۍ آرزو او دعا وکړه.

په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف هم ډاډ څرګند کړ چې دواړه هیوادونه د خپلو ولسونو په ژورۍ دوستۍ او پيوندونو باندې په تکیې سره، د متقابلو ګټو د تامین په لړ کښې په ایران او پاکستان کښې له موجودو ډول ډول وړتیاؤ څخه ګټه پورته کړي.  

په ترکیې کښې د موساد ۷ جاسوسان ونیوې شول.

دا د جمهوري اسلامي ورځپاڼې یو بل خبر دی چې له تاسو سره یې شریکوو، لیکي: د ترکیې استخباراتي سازمان مامورانو او پولیسو اووه کسان د اسراییلو د استخباراتو او عملیاتو په  ځانګړي سازمان (موساد) باندې  د «اطلاعاتو د پلور» په تور نیولي دي.

ورځپاڼې د اناتولي خبري اژانس د پروني خبر په حواله لیکلي چې په استانبول کې د ترکیې استخباراتي سازمان مامورانو او پولیسو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې په دې تور د یو «ځانګړي جاسوس» په ګډون اووه کسان نیولي دي.

د راپور په حواله، د دغو کسانو له ډلې یو تن حمزه تورهان ایبرک نومېږي چې د ترکیې پخوانی کارکوونکی او ټلویزیوني څېره وه.

په راپور کې راغلي چې ایبرک د «ځانګړي جاسوس» په توګه د پیسو په بدل کې موساد ته اطلاعات چمتو کول.

ایبرک په دې برخه کې د دولتي کارکوونکو په ګډون یوه ډله جوړه کړې وه او دغو کسانو د نوموړي په امر د منځني ختیځ هېوادونو د هغو شرکتونو او خلکو په اړه معلومات راټولول چې په ترکیه کې یې فعالیت کاوه.

د نورو شپږو کسانو په اړه جزییات ورکړل شوي نه دي.

کیهان ورځپاڼه راخلو چې دا هم له تهرانه چاپیږي او نیغ یې د بهرنیو خبرونو برخې ته ځو، یوڅو سرټکي به یې درسره شریک کړو.

کیهان د عبري ژبې ورځپاڼې جروزالم پوسټ په حواله لیکلي دي: هیڅ قانع کونکې توضیح نشته خو د انصار ا... مخه نه شو نیولې.

دغې ورځپاڼې لیکلي چې د یمني ځواکونو په وړاندې د خپلو کشتیو د خوندیتوب او دفاع لپاره د نړۍ د پرمختللو پوځي قدرتونو ماتې هیڅ داسې وضاحت نه لري چې پرې قانع شوو.

له بلې خوا د صهیونیسټي رژيم د مالیاتي چارو ادارې داسې معلومات خپاره کړي چې ښودنه کوي څه باندې ۵ لاکه صهیونیسټانو د غزې په روان جنګ کښې دوي ته د رسیدلي زیان په وجه د تاوان غوښتنه کړې ده او له بل پلوه، هغه اقتصادي زیان چې دې جنګ صهیونیستانو ته اړولی دی، د هغه جنګ د تاوان ۶ چنده دی چې هغوي په ۳۳ ورځني جنګ کښې زغملی و.

کیهان همداشان د فایننشل ټایمز ورځپاڼې هغه رپورټ راخیستی چې د یوکرین د پوځ یو جګ پوړي پوځي صلاحکار په کښې مدعي شوی چې روسیه نیټه لري په راتلونکو لسو ورځو کښې د یوکرین خلاف یوه ستره حمله پیل کړي.

او

سپینې ماڼې ته د ډونلډ ټرمپ د ستنیدو او په یوکرین او د ناټو په پوځي ائتلاف باندې د امریکې د مرستو د بندیدو د احتمال په هکله د ګونګوسو په زیاتیدو سره د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول د دغې اتحادیې د دفاعي طرحې مخکتنه وکړه او ویې ویل چې اروپا باید د خپل امنیت مسئولیت ومني.

د کابل مطبوعات:

د کابل له آنلاین مطبوعاتو څخه «اطلاعاتِ روز» راخلو چې په یو خبر کښې یې لیکلي دي: د امریکې کانګرس د دوو متقاعد جنرالانو په شتون سره له افغانستانه د وتنې په هکله غونډه جوړوي.

د امریکې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د دوو تقاعد شویو امریکايي جنرالانو په شتون سره، له افغانستانه د امریکې د وتنې په هکله د یوې غونډې د جوړولو لپاره د تابیاؤ خبر ورکړی دی.

ویل شوي چې دغه استماعیه غونډه د روانې مارچ میاشتې په نولسمه نیټه د «سټراټیجکه ماتې، د بایډن او امریکايي جنرالانو شاتګ او د طالبانو تسلط» په عنوان سره ترسره شي.

د امریکې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې ویلي چې په دغې غونډې کښې به د امریکې د پوځ پخوانی لوې درستیز جنرال مارک میلي او د سنټکام پخوانی قومندان کنټ فرانک مک کنزي شهادت او ګواهي ورکړي.

دغې کمټې څه موده مخکښې هم د دوحې د موافقې په هکله د افغانستان د صلحې په چارو کښې د امریکې د پخواني استازي ځلمي خلیلزاد په شتون سره یوه استماعیه غونډه ترسره کړې وه.

هلمند او د افغانستان مهم سیندونه له اوبو ډکیږي

دا د افغانستان په مطبوعاتو کښې خپره شوې یوه بله موضوع ده چې په تفصیل کښې یې لولو: د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه هېواد مهمو سیندونو ته څېرمه په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال اعلان کړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د بارانونو او واورو د وریدو له امله د هریرود او هلمند سیندونو په ځانګړي ډول د (کشک او کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب او هلمند) د سیندونو په لارو کښې د اوبو د سطحې د لوړوالي په وجه د سیلابونو د راوتلو احتمال ورکړی شوی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د سیندونو پر غاړه اوسېږي، غوښتي چې د ځانونو او د خپلو ماشومانو د ژوند ژغورلو په خاطر دې د سیند په اوږدو کې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

په افغانستان کښې سختې واورې او بارانونو او همداشان سیلابونو له دې مخکښې هم لګسونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

*/*/*/*/*/*

ژباړه او ترتیب: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه