ترکیه اووه نفره اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیولي
Mar 06, 2024 11:31 Asia/Kabul
د ترکیې د استخباراتو ادارې د اسراییلو د جاسوسۍ ادارې (موساد) لپاره د معلوماتو د راټولولو په تور د اوو تنو د نیولو اعلان وکړ.
د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو تېره میاشت هم اووه تنه نور کسان د موساد لپاره د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د ترکیې امنیتي ځواکونو د موساد اړوند ۹۷ کسان نیولي چې ۵۸ یې بهرنیان او ۳۹ یې ترکي اتباع دي چې تر محاکمې وروسته په هغوی سزاګانې عملي شوې، خو ۵۱ تنه یې لا هم په بند محکوم دي.
ټیګونه