Mar 11, 2024 15:18 Asia/Kabul

د اسکار جایزې ګټوونکي ګلیزر چې د جایزې تر لاسه کولو په موخه د فلسطین د بیرغ سمبول یې په سینه ټومبلی وو، د څرګندونو پر مهال یې ویلي چې زموږ یهودیتوب د اسرائیلو لخوا برمته شوی دی.

د Anatomy of a Fall فلم لوبغاړي ګلیزر د اسکار بهترین فلم جایزې تر لاسه کولو پر مهال په جوړو شویو مراسمو کې په داسې حال کې حاضر شو چې  په سینه یې د فلسطین بیرغ نښان ټومبلی وو.

Image Caption

 

په لاس انجلس کې د یکشنبې په شپه د 96یمې اکاډمۍ جایزې په مراسمو کې ، په غیرې انګلیسي ژبه د خوښې سیمه یا Favorite Area فلم کې د ښه رول لوبو له امله د اسکار جایزه ګټوونکي کوناتن ګلیزر وویل: زموږ یهودیت د اشغالګرانو یا اسرائیلو له لورې برمته شوی دی.

 

همدارنګه، د هالیووډ ځینې ستوري لکه "بیلي ایلیش"، "آوا ډوورنی"، "مارک روفالو" او "رامي یوسف" په دې مراسمو کې په سینه په غزه کې د اوربند غوښتلو سمبول ټومبلي وو.

رامي یوسف په یوه مرکه کې ویلي، په غزه کې د ماشومانو د نسل وژنې د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه: موږ په غزه کې د دايمي، فوري اوربند او د فلسطينيانو لپاره د امنيت، عدالت او سولې غوښتنه کوو، موږ یوازې هغه وخت خبرې کولی شو چې د اسراییلو بمبارۍ ودریږي.

د يادونې وړ ده، چې پرون د اسکار د مراسمو له پيل سره سم د فلسطين پلويانو د مراسمو له تالار بهر لاريون وکړ او په غزه کې يې د سولې لپاره شعارونه ورکړل.

 

ټیګونه