Mar 18, 2024 15:56 Asia/Kabul
  • له ټیک ټاک سره جګړه؛ د اسرائیلو د اصلي څېرې د بربنډیدو څخه د امریکا ویره

د امریکا په بېلا بېلو ښارونو کې د فلسطیني وګړو د ملاتړ په اړه د لاریونونو د زیاتېدو وروسته د یاد هېواد د جمهوري غوښتوونکو ۲۵ سناتورانو د یوه لیک په خپرولو سره په ټیک ټاک کې د حماس د پراخه ملاتړ په اړه د اقدام غوښتوونکې شول

د امریکا په بېلا بېلو ښارونو کې د فلسطیني وګړو د ملاتړ په اړه د لاریونونو د زیاتېدو وروسته د یاد هېواد د جمهوري غوښتوونکو ۲۵ سناتورانو د یوه لیک په خپرولو سره په ټیک ټاک کې د حماس د پراخه ملاتړ په اړه د اقدام غوښتوونکې شول

 ټیک ټاک چې په امریکا کې شاوخوا یو سلو اویا میلیونه کارونکې لري، تېره اونۍ پرې په دغه هېواد کې د امریکا د استازو جرګې له لورې بندیز ولګیده.

د امریکا په سنا کې تر تصویب وروسته مخکې د امریکا ولسمشر باید یاده لایحه لاسلیک کړي، دغه راز چینایي کمپنۍ ټیک ټاک "بایټ ډنس" ته شپږ میاشتې وخت ورکړل شوی، چې خپله شتمني په امریکا کې وپلوري.

Image Caption

 

که څه هم د دغه لایحې ملاتړو جمهوري غوښتونکو تل پر دې خبره ټینګار کړی چې ټیک ټاک چینايي کمپنۍ څخه امنیتي اندېښني لري، خو د واشګنټن پوسټ د لیکنې له مخې، دوی ټیک ټاک د فلسطین پلوه محتواو ته شهرت ورکول تبلیغاتي ماشین بولي او په همدې موخه هڅه کوي چې مخنیوی یې وکړي.

یو ستر لامل دادی چې له هغه وخته چې د امریکا حکومت د غزې په اوسنۍ جګړه کې د اسرائیلو د ستر ملاتړي په توګه په دې نه دی توانېدلی چې د دې جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ او تل ابیب د خبرو د منلو لپاره امریکايي ځوانان قانع کړي،  نو ځکه ویلای شو چې تل ابیب او سپینه ماڼۍ د روایتونو په جګړه کې ماتې خوړلې ده.

د امریکا د رسنیو پخوانی کارکوونکی او پانګوال جیف موریس جونیر، د روایتونو په جګړه کې د اسراییلو ناکامۍ او د امریکا د کاروونکو په نسل باندې د ټیک ټاک اغیز ته په اشارې سره وايي: "ډیری ځوان امریکایان د ټیک ټاک کاروونکي دي، او په غزه کې د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې، د "Standwithpalestine" هشټاګونو ویډیوګانو له 2.9 میلیارد څخه ډیر لیدونه درلودل ، پداسې حال کې چې د اسراییلو ملاتړ کونکو هشټاګ سره ویډیوګانو یوازې 200 میلیون لیدونه درلودل.

په امریکا باندې د اسرائیلو لخوا د ټیک ټاک د سانسور کولو فشار

د ټیک ټاک معلومات ښیې چې د "آزاد فلسطین" یا freepalestine  هشټاګ یوازې په متحده ایالاتو کې د غزې له جګړې وروسته په 2 میاشتو کې له 770 میلیون څخه ډیر لیدونکي درلودل.

ښايي همدا لامل وي چې په امريکا کې د اسراييل پلوي ډلې او لابيان د غزې په جګړه کې د سپينې ماڼۍ له تګلارو څخه د امريکايي ځوانانو د ليرې کولو لپاره ټيک ټاک تورنوي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د صهیونیسټي بدنامۍ ضد ادارې اجرایوي مشر جوناتن ګرینبلاټ په یوه لیک شوي تلیفوني مکالمه کې په امریکا کې د ټیک ټاک ستونزې ته اشاره کړې او دغه اپلیکیشن یې د غزې په اړه د روایتونو په جګړه کې د اسرائیلو ترڅنګ د امریکا د حکومت د ناکامۍ لامل بللی.

د استانبول په یلدیز تخنیکي پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشرې نورسین اتسوګلو ګوني انادولو اژانس ته وویل: "د امریکا حکومت او د اسرائیلو پلوي لابیونه د ځوانانو په منځ کې د اسراییل ضد احساساتو د زیاتوالي لپاره ټیک ټاک تورنوي.

د امریکا هدف په ټیک ټاک پلیټ فارم باندې د بندیز لامل د اسراییلو د ګټو ساتنه ده.

د دې پلیټ فارمونو په بندولو سره د امریکا حکومت او استازي هڅه کوي چې خپل روایتنه پیاوړي کړي، خو په دې ډول اقداماتو سره به دا حقیقت بدل نه شي چې اسراییل یرغلګر دی، ځکه چې د اطلاعاتو سرچینې اوس په دودیزو رسنیو پورې محدودې نه دي او ځوانان په کې د بېلا بېلو لارو څخه مختلف نظرونه وړاندې کوي.

"دوی کولی شي په ښکاره ډول حقیقت وګوري او نور په درواغو باور نه کوي."

 

ټیګونه