د جرمني کولون پوهنتون د امریکايي فیلسوفې بلنه له اسرائیلو د نیوکې له امله لغوه کړه
پارس ټوډی-یوه کیڼ اړخه فیمینیسټ فیلسوفه او د نظرخاونده "نانسي فریزر، چې په کولون پوهنتون کې د البرټس میګنس پروفیسورۍ په چوکۍ د کښناستو بلنه ورکړې شوې وه، د پوهنتون د رییس لخوا د فلسطین د ملاتړ له امله یې بلنه لغوه شوه.
په غزه کښې د صهیونیسټانو جنایتونو د مشهورې فیلسوفې او تیوریسټې نانسي فریزر په شمول د نړۍ په ډیرو سیمو کښې د مشهورو شخصیتونو د اعتراض غږ پورته کړی دی.
"نانسي فریزر" د مارکسیستي او انتقادي تیورۍ یو له خورا مشهورو فیلسوفانو څخه ده چې هغه له فیمینیزم سره تړي.
د تېر اکټوبر له اوومې نېټې وروسته په جرمني کې د بيان ازادي د دغه هېواد په علمي مرکزونو کې هم سخته کمه شوې ده، که څه هم له دې مخکې پر اسرائيلي رژيم نيوکې او د دغه جنايتکار رژيم د بايکاټ هڅې په جرمني او د هغې په اکاډمیو کې د زغملو نه وې.
د وروستیو راپورونو له مخې پر غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې څه دپاسه ۳۳ زره فلسطینیان شهیدان شوی او له ۷۵ زره ډیر ژوبل شوی دی .
د اسرائيلي رژيم جوړښت په ۱۹۱۷ کال کې د برطانوي استعمار په پلان او د فلسطين خاورې ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د يهودانو د مهاجرت له لارې رامنځته شو او په ۱۹۴۸ کال کې يې د وجود اعلان وشو. له هغه وخت راهیسې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولو لپاره د ډله ایزې وژنې بیلابیل پلانونه تر سره شوي دي.