Apr 08, 2024 14:55 Asia/Kabul
  • سپکاوی مو کوم/د امریکاپه کلاسیک سینما کې د ځائي،آسیائي او افریقائي انسان سپکاوی

پارس ټوډې – د هالیووډ په کلاسیک آثارو کې داسې ډير فیلمونه جوړ شوي دي  چې  محتوا ئې له توکمپالو مفاهیمو ډک دي .

د امریکا د سینما په تاریخ کې،داسې کلاسیکي  آثار موجود دي چې  په هغو کې د توکمپالنې مضمونونه  نندارې ته وړاندې کیږي. کله دغه مضمونونه  دومره سپک او بې ارزښته وي چې  دعموي افکارو په دباؤ سره  د د وړاندې کونکو ددریځ د بدلیدا سبب شوي دي. د مثال په توګه ،  ایچ بی او چینل ، د ؛ Gone with the Wind" " نومې فیلم نمایش له اعتراضونو  وروسته  موقته  ویسته او له خپل آرشیو څخه ئې حذف کړ.دغه اثر وروسته د خبرداري  په عنوان  د یوه متن په اضافه کولو سره  اعلان وکړ، چې د فیلم په پیل کې توکمپال مضمونونه  او دهغوي نمایش ، د مضمونونو د تائيد په معنا اشتباه او  دهغو منسوخ  نه دی  . په همدې پلمه  دلته به دامریکائي کلاسیکو فیلمونو یو لیسټ ووینئ چې توکمپاله محتوا ئې  په سپين سترګیتو ب سره دود کړې ده .

ډیزني توکمپال فیلمونه چې ماشومان ئې باید ونه ویني

د ۱۹۴۱کال محصول ډامبو کلاسیک انیمشن کې ، یوه ډله   سګریټ څکونکي  کارغان دي چې  دهغوي د رهبر نامه جیم کرو  ده . جیم کرو  د جیم  کرو قوانینو ته  اشاره  کوي چې په ۱۸۷۶ کال  او ۱۹۶۵ کلونو کې   په   متحده ایالاتو کې  د توکم د جلا کولو په خاطر ثبت شوی.البته دغه کارغان د سپين پوستو  ایکټرانو په وسیله دوبله یا ډب  شوي  او شخصیّتونو د جیم کرو  قوانین چې په امریکا کې د آزادۍ او هوساینې لپاره ډير تاواني وو، بې اهمیّته وبریښول.

د ډامبو کلاسیک انیمیشن

 

   پيټر پن هم یو بل اثر دی چې څو ځله د هغه  توکمپالو مضمونونو په دلیل  چې د امریکا دځاي خلکو په ضد ئې عکس انځور کړی ؤ ډيرې نیوکې وشوې. ددغه انیمیشن(The Thing That Made Red Man Red)یوه سندره  مستقیما د  امریکا ځاي خلکو،د هغوي عقایدو او قالیو ته اشاره کوي.

د Lady and the Tramp (1955)) په نامې سره په انیمیشن کې د ختیځي آسیا د وګړو په اړه  دکارټونونو په توګه له سیامي پیشوګانو استفاده شوې ده. دغه فیلم  سیامي پیشوګانې  په هغو غاښونو سره چې  بهر ترې وتلي  دي، او راکښتل شوي سترګې (پړَنګې سترګې ) ئې ښئ چې په آسیائي غږ سره  سندرې وائي چې  د  ؛ مونږ سیامي یوو؛ جمله په آسیائي  لهجې سره تکراروي.

د پيټر پين انیمشن او د امریکا توکمپال فیلم
د توکمپالنې د تبلیغ لپاره  له معصومو انجونو ناوړه استفاده په امریکا کې 

 

د آسیاوالو په ضد توکمپال فیلمونه هم جوړ شوي دي.

ډیزني کمپنئ د توکمپالو فیلمونو دتولیدولو یوازنیۍ مجرمه نه ده ، ؛ زه او پاچا (King and Me")  مشرقیّت (Orientalism) ته مخه کوي  او د آ سیاوالو  سپک او ناسم انځور رامینځةکوي . دغه فیلم  نه یوازې د تایلینډي کلتور څخه د خلکو د د رک  څرنګوالي ته تاوان رسوي، بلکې  د آسیائي هیوادونو څخه د وحشيتوب او وروسته پاتیوالي انځورونه هم رامینځةکوي.

  دغه شان  اقدامات  په ("Mask of Fu Manchu".) د فومانچو ماسک نومې سینمائي فلم کې  هم ترسره شوي دي . دغه فیلم  حتی په ۱۹۳۲ کال کې  هم د چین د حکومت په وسیله  د چینیانو د ځیږ او وحشي ډوله انځورونو د بریښولو  په دلیل  سختې نیوکې پرې کړي دي.

 

بانو و ولګرد امریکا

 

په توکمپالو فیلمونو کې له واړو انجونو  استفاده کیږي

هغه ډير فیلمونه  چې په هغو کې شرلي ټمپل پکې ایکټینګ  کړی،د توکمپالنې داسې مضمنونه ئې انځور کړي دي  چې لازیات د امریکائي تورپوستو په باب ترسره شوي دي.په The Little Rebel and The Little Colonel   فیلمونو کې  له تمپل  څخه  د مینه ناکو  شخصیّتونو په رول کې   استفاده شوې ده.البته  مخاطب ته توکمپال مضمونونه او د مریّتوب انځورونه  وړاندې کوي.په حقیقت کې دوي شرلي ټمپل  د خپلو توکمپالو ادعاګانو لپاره د ډال په توګه  استعمالوله. آني یو بل کلاسیکي  فیلم ؤ چې  له یوې سپين پوستي  جینۍ پکې استفاده شوې  څو توکمپالنه  له تاوان پرته او په عین حال کې جذابه وبریښوي.  

 

 د فومانچو سکارف

 

ټیګونه