Apr 13, 2024 15:47 Asia/Kabul
  • د امریکا جګپوري چارواکې په ونزوئلا کې د ۲۰ کاله مخکې د کودتا اصلي لاملین/ د نړیوالو لپاره درسونه

پارس تودی- د ګاردین له راپور سره سم، په ونزوئلا کې د ۲۰۰۲ میلادي کال ناکامه کودتا د امریکې له جګپورو چارواکو سره، نژدې اړیکې درلودلې.

تاریخ ته په کتو سره، امریکایانو د ۱۹۸۰ میلادي کال په مردارو جنګونو کې تاریخې مخینه درلودلي او د مرګ او شکنجې له ډلو سره چي هغه وخت کې په مرکزي امریکا کې فعالیت کول، ژورې اړیکې جوړي کړي وې.

په هغو بلواو کې د واشنګټن لاسوهنه چي په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ونزوئلا غوره مشر هوګو چاوز د لنډې مودې لپاره له واک څخه لیري کړ، د امریکا د ځان غوښتنو یادونه کوي.

همدارنګه دا مساله په جنوبي امریکا کې د واشنګټن د سیاستونو په هکله شکونه نور هم زیات کړ.

د امریکا خونړي ولسمشر جورج بوش چي په افغانستان او عراق کې ګڼ شمېر مسلمانان ووژل، د پدرو کارمونا په نامه د یوه سوداګر کودتا په رسمیت وپېژنده، لیکن د ونزوئلا د ولس د مخالفت او کلکې ارادې د امله دغه کودتا هم له ۴۸ ساعتونو وروسته ناکامه شوه.

د ونزوئلا مخکنی ولسمشر هوګو چاوز

په هغه وخت کې امریکایانو له مختلفو زورواکانو منجمله کارمونا سره چي د کودتا اراده لرله، له مخکنې ملاقاتونه کړي وه.

 د ګاردین له راپور سره سم، په هندوراس کې د رونالد ریګان سفیر او د امریکا د ملي امنیت په شورا کې جګپوری مدیر چي وروسته په ملګرو ملتونو کې هم د امریکا استازی شو په کاراکاس کې د امریکا له سفیر سره په ملګرتیا په ونزوئلا کې د کودتاو مدیریت کول.

د کنګرس څېړنې ښودنه کوي چي د بوش حکومت په ونزوئلا کې د بلواو لپاره زیاتې پیسې لګولې وي، په داسي ډول چي د لسګونو بې ګناه انسانانو د وژل کېدو لامل شو.

د چاوز یو جګپوری سلاکار ویلي وه چي د چاوز سره مخالفو جنرالانو، ځینو ځایي رسنیو او په امریکا کې د هغه مخالفینو د چاوز د لیري کولو پلان جوړ کړی وو.