May 25, 2024 15:02 Asia/Kabul
  •  تورپوستي یهودیان ولې د سپین پوستوپه وړاندې قرباني کیږي؟

پارس ټوډې –د اسرائيلو  د توکمپال رژيم سسټم آپارټائيد شونه، د نړیوالې ټولنې لپاره یو ه پيژېندل شوي  چاره ده او ددغې توکمپالنې نمونه د فلاشا یهودیانو په باب ترسره کیږي.

په نیواکي فلسطین کې د دیره کولولپاره د نورو هیوادونو د یهودیانو  جذبول، د اسرائیلي رژيم  یو ترټولو مهم ماموریت دی .

په هغو پوځي عملیاتو کې د اسرائيلي رژیم ناکامئ او متې چې زیاتره د اسرائیلي عسکرو د روحيې  د نه شتون او ویرې له امله  دي، سبب شوي څو دغه رژیم د فلاشا یهودیانو(اتیوپيائي توکمه) ځيني وګړي چې د لاټيټ ژوند او ترټولو کم  اجتماعي حقوق  لري، په ترټولو خطرناکو   چورلیزونو کې  او د  جنګ په لومړنیو کرښو کې دیره کړي.

په کلي توګه نور یهودیان،  د غوافریقائي یهودیانو لپاره څه خاص اهمیّت نه لري. او او له توپیر ورتیر ، دوي  له انساني پلوه هم معیوب ګڼي.

د مثال په توګه له دې وروسته چې دغه یهودیان  د نیواکي فلسطین روغتوننو ته د وینې د ډالۍ لپاهر مراجعه کوي، نو اسرائيلیان د دوي له وینې استفادې ته نه تیاريږي او باؤري دي چې ددوي وینه احتمالا ډير ویروسونه لري.

لازیات سپين پوستي ا سرائيلیان ، فلاشا یهودیان اصلا یهودیان نه ګڼي، په عین حال کې،اسرائیلي رژيم  د خپل ژوند په ترټولو سختو شرائطو کې دوي ته مخه کوي.

اسرائيلي رژيم  په ۱۹۷۰ کال کې  او د خپلو نفوسو  د زیاتولو په موخې سره،فلاشیان  د یهودي په توګه په رسمیّت وپيژندل څو دوي د فلسطینیانو  ټآتوبی ته د مهاجرت لپاره وهڅوي. 

په ایتوپیا کې ډیر بد اقتصادي حالت او بې وځلي سبب شوې چې ډیر زیات فلاشیان نیواکي فلسطین ته لاړ شي او ددغه رژيم په پوځ کې سختې دندې په غاړه واخلي.

د اعلان شوو احصایو په اساس، تقریبایو لک شپیته زره ایتوپیاوال نن سبا  په نیواکي فلسطین کې د اسرائیلیانو په توګه ژوند کوي. دغزې د جنګ دوام  د اسرائیلو په داخل کې د ډيرو سیاسی او اجتماعي  بحرانونو د  رامینځةکیدا سبب شوی دی او اسرائیلیان  دې یقین ته رسیدلی دي  چې  اسرائيل  امنه ځاي نه دی.

 

ټیګونه