د لوی اخترپه مناسبت مبارکي ومنئ
د اسلامي ایران ، افغانستان او پاکستان په شمول په درسته اسلامي نړۍ کې لوی اختر په پرتمین ډول لمانځل کیږي
نن (دوشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذی الحجې لسمه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د جون له ۱۹ نیټې سره برابره ده، د لوی اختر ورځ ده چې د مسلمانانو له سترو اخترونو بلل کیږی .
د لوى اختر په ورځ هغه حاجيان چې د خداى د کور زيارت ته تللي دي د خداى په حکم او د هغه د رضا لپاره قرباني کوي او د خداى د ستر پيغمبر حضرت ابراهيم (ع) ياد ژوندى ساتي.
خدای د هغه د ایمان او اخلاص د ازمایښت لپاره حضرت ابراهیم (ع) ته دنده وسپارله چې خپل زوی اسماعیل (ع) د خدای په لاره کې قرباني کړي.
حضرت ابراهیم (ع) د دې کار له سختۍ سره سره د الهي حکم اطاعت وکړ او د دغه ماموریت د سرته رسولو لپاره یې چمتووالی ونیو، خو هر څومره یې چې هڅه وکړه، د خپل زوی اسماعیل (ع) مرۍ یې پرې نکړې شوه .
په دې وخت کې حضرت ابراهیم (ع) ته خطاب و شو چې هغه له الهي ازموینې سرلوړې راوتلی دی او بیا د حضرت اسماعیل (ع) پر ځای یو ګډ واستول شو چې قرباني یې کړي.
دا عبرت اخیستونکی کیسه د سرشیندنې ، له ځانه تیریدنې ، پر نفس د برلاسۍ او د خدای حکم ته د تسلیمېدو درس دی.
له همدې امله په ټوله نړۍ کې مسلمانان هم د ذلحجې لسمه ورځ د یوه ستر او پرتمین اسلامي عید په توګه لمانځي او له دې د اخلاص او بندګۍ درس اخلي.
د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلویزیون اداره د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر د رارسیدو مبارکی وړاندی کوی .