له اسراییلو په تسلیحاتي ملاتړ کې د لندن حکومت په ټینګار د اکسفام نیوکه
د اکسفام نړیوالې مرستندویه موسسې په صهیونیسټ رژیم د وسلو د خرڅلاو په برخه کښې د انګلستان د حکومت د سیاست په غندلو سره وویل چې دغه وسلې په غزه کښې د زرګونو بې ګناه فلسطینی ماشومانو د قتل عام لپاره کارول کیږی.
د غزې د روغتیا وزارت د تازه شمېرنو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د جنګ د شهیدانو شمېر ۳۷ زره ۲۳۲ او د ټپیانو شمېر ۸۵ زره ۳۷ تنو ته رسېدلی دی.
په انګلستان کې د «اکسفام» موسسې مشر پر اسرائیلو د وسلو د خرڅلاو په اړه د لندن د حکومت د دریځ په غندلو سره، د لندن د حکومت د دغې تګلارې په ضد د دغه سازمان د قضایی دوسیې ته د داخلیدو خبر ورکړ.
اکسفام له دې مخکې هم د انګلستان د تجارت او خارجه چارو وزیرانو ته په یوه پرانیستی لیک کښې د غزې د جنګ د شهیدانو لوړ شمیر ته په اشارې سره خبرداری ورکړی وو چی د لندن حکومت له صهیونیسټ رژیم د وسلو په ملاتړ سره په دغه سیمه کښې په بشری ناورین کې شریک دی .
د تېرې اوني په خالی ورځ هم د لندن په مرکزي واټونو کې د فلسطین د کابو ۱۵۰ زره پلویانو د فلسطیني بیرغونو په لیږدولو سره د غزې د جګړې په اړه د عدالت او جرمونو د نړیوالې محکمې د حکمونو د عملي کېدو او د اسراییلي مشرانو د نیولو غوښتنه وکړه او په صهیونیسټ رژیم د وسلو د خرڅولود بندولو اود انګلستان له خاورې د اسرائیلو د سفیر په ویستلو ټینګار وکړ .
د برتانیا د حکومت شمیرنې ښیې چې د اکتوبر له 7 د می تر 31 پورې، اسرائیلو ته د وسلو د صادرولو لپاره 108 جوازونه صادر کړي، چې 37 یې "پوځي" او 63 یې "غیر پوځی " په توګه طبقه بندي کړي دي .
د انګلستان د سوداګرۍ او تجارت وزارت په یوه راپور کښې چې یوه نسخه یې د دغه هیواد د حکومت په ویب پاڼه کښې خپره شوې ده، صهیونیسټ رژیم ته د وسلو د صادرولو په هکله اړونده اسناد په دریو برخو جلا شوي دي .
دا راپور صهیونیسټ رژیم ته د وسلو د صادرولو د روڼتیا لپاره له حکومته د انګلستان د پارلیمان د غړیو له غوښتنې وروسته خپور شوی دی .
د دې اجازه لیکونو له صادرولو وروسته، د فلسطینیانو د بشري حقوقو د ملاتړ کونکو سازمانونو، لکه د الحق انسټیټیوټ او نړیوالې حقوقی اقدام شبکې ، په اسراییلو د برتانوي وسلو د پلور د بیاکتنې په اړه یوه قضایی دوسیه ثبت کړه، او اکسفام هم اعلان وکړ چې دغې دوسیې ته یی د ورداخلیدا اجازه ترلاسه کړې ده .
د ټول پوښتنو له مخې د بريتانيا زياتره خلك پر صهيونيسټ رژيم د وسلو بنديز او په غزه كې د سمدستي اوربند غوښتونكي دي. د یوګاو د معتبرې موسسې موندنې ښیی چې د انګلستان ۵۶ فیصده خلک د دغه هیواد له حکومته غواړی چې په غزه کښې د جنګ په دوران کښې صهیونیسټ رژیم ته د وسلو د صادرولو جواز وځنډوی. له دې اندازې 36٪ په کلکه د وسلو د خرڅولو د بندولو او 20٪ د دې پلان ملاتړ کوي.
تیره میاشت دفلسطین پلوه ډلو استازو دانګلستان دلومړی وزیر دفتر ته یو عریضه وړاندې کړه چې پکښې دصهیونیسټ رژیم پرضد د وسلو دبندیز غوښتنه وشوه . په لسګونو برتانوي وکیلانو هم د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون ته په دوو جلا لیکونو کې دا غوښتنه کړې ده.
همدارنګه د سکاټلنډ ملي ګوند، لیبرال ډیموکراټان او د انګلستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار په هغو ګوندونو او خلکو کې شامل دي چې اسراییلو ته یې د وسلو د پلور د جواز د سمدستي ځنډولو غوښتنه کړې ده. د کارګر ګوند چې په انګلستان کې د دوهم تر ټولو زیات نفوس لرونکي ګوند هم دی وايي، که د حکومت وکیلان په دې باوردي چې اسراییلي رژیم له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې، پر دغه رژیم د وسلو پلور باید ودرول شي.
له پراخو داخلي مخالفتونو سره سره، د غزې د خلکو په ضد د نتانیاهو د سولې ضد او جنګ غواړی حکومت په پلویتوب کې د لندن د حکومت په چلند کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او د برتانیې حکومت د وسلو په پلورلو سربیره، د امریکا په څنګ کې خپل سمندري ځواکونه د اسراییلو د اړتیا وړ توکو د لیږلو لپاره برابر کړي دي ترڅو د اسراییلو د حملو په وړاندې د دفاعي انډول د رامینځته کولو لپاره د یمن د ولسي پوځ د ورته مقابلې سیاست ناکامه کړی .