د فرانسې د وطن پال ګوند مشر:
ناټو نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې په لور بیایي
-
فلوریان فیلیپات
پارس تودی – په فرانسه کې د وطن پال ګوند مشر «فلوریان فیلیپات» د اروپائیانو د بېداره کېدو غوښتونکی شو او خبرداری یې ورکړ چي ناټو نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې په لورې بیایي.
په اروپا کې له ښي پالو ګوندونو څخه د عامه هرکلی په زیاتېدو سره، په تېره بیا په مخکنی پارلماني ټاکنو کې د دغو ګوندونو زیاتې رایې نه وروسته، اوس دغه ملي پال او ښي ګوندونه د مختلفو اروپایي هیوادونو منجمله فرانسې کې، د سیاست په ډګر کې مخکښ شوي دي.
اکثره ملي پال او ښي پال ګوندونه له اروپایي اتحادیې څخه د خپلو هیوادونو د وتلو غوښتونکي دي، د پارس تودې له راپور سره سم، د فرانسې د وطن پال ګوند مشر « فیلیپات» هم په دغه لړ کې په رسمي توګه د اروپائیانو د بیداره کېدو او له ناټو تړون څخه د فرانسې د وتلو غوښتنه مطرح کړې ده.
هغه په ټینګار سره ویلي چي فرانسه د له مینځه تلو له خطرې سره مخ شوې او که خلګ اوس بیداره نه شي، نو بیا په ډېره دردوونکې او ظالمانه حالاتو کې راویښ شي.
هغه په فیسبوک کې هم د فرانسې خلګو ته په خطاب کې لیکلي: د فرانسې سیاسي تماشه او ولسمشر امانوئل ماکرون باید هېر کړو، د ناټو د مشرانو اعلامیې ښیي چي هغوی نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې په لور ورټېله کوي.
د فرانسې د وطن پال ګوند خبرداری په داسي حال کې دي چي د ناټو سرمنشي ینس استولتنبرګ په دې باندې په ټیګار سره چي ناټو یوه ایټمې اتحادیه ده، وویل: ناټو سازمان د ایټمې وسلو د چمتو کولو لپاره سلامشورې تر سره کوي.
هغه د لازیاتو معلوماتو له ورکولو پرته وویل چي د دې سازمان غړي هیوادونه د ایټمې وسلو د چمتو کولو لپاره خبرې اترې پیلې کړي دي.
استولتنبرګ په دوام کې د دې په بیانولو چي له ایټمې وسلو د نړۍ تصفیه د ناټو اصلي هدف دی، جوته کړه: تر هغه پورې چي په نړۍ کې ایټمې وسلې موجودې دي، مونږ هم یوه ایټمې اتحادیه پاتې کیږو.