په کورسک د اوکراین برید او د روسیې په وړاندې قدرت ښودلو ته د جرمني د حکومت زیاته ګروهنه
(last modified Wed, 14 Aug 2024 09:39:10 GMT )
Aug 14, 2024 14:09 Asia/Kabul
  • په کورسک د اوکراین برید او د روسیې په وړاندې قدرت ښودلو ته د جرمني د حکومت زیاته ګروهنه

پارس ټوډې ـ ځینې کارپیژاندي باوري دي چې روسیې د اوکراین په خاورې د حملې جرات نه درلود او د امریکا د حکومت په شان یو پیاوړی محرک د دغه برید سبب شوی دی.

یوه پیښه چې نن سبا ډیر پام ورته کیږي د امریکا او د  جرمني په ملاتړ سره د روسیې د قلمرو په یوې  برخې باندې د اوکراین د ځواکونو د حملې موضوع ده.

پارس ټوډې سایټ راپور ورکړی د ایران« خراسان» ورځپاڼې د د غو پیښو په  هکله ولیکل: د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په تیرې دوشنبې ورځ د روسیې په کورسک سیمه کښې وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل روسیې په نورو باندې جنګ  وروتپه او همدا اوس یې جنګ خپل کور یعني روسیې ته ورستون شوی دی.

ولودیمیر زلنسکي زیاته کړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت د جنګ غوښتونکی دی او ماسکو په زور سره د سولې منلو ته مجبورولای شو.

په مقابل کښې  د روسیې ولسمشر پوتین په وروستیو میداني بدلونونو باندې د غور کولو لپاره په یوې غونډې کښې د هیواد له لوړرتبه دفاعي او امنیتي چارواکو سره سره خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغه غونډې کښې وویل د روسیې په خاوره کښې د عملیاتو له ترسره کولو د اوکراین هدف د سولې په راتلونکو خبرو کښې د ښه موقعیت ترلاسه کول دي.

ولادیمیر پوتین وویل اوکراین د اسې تصور کاوه چې دغه عملیات په روسیې کښې د بلوا او د ناکرارۍ سبب شي خو دغه چاره محققه نشوه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د هغو روسانو شمیر چې د اوکراین له وروستۍ حملې وروسته د جنګ میدان ته ورتلو ته داوطلبه شوي دي زیات شوی دی.

هغه ټینګار وکړ د روسیې پوځیان به د اوکراین په ختیځ کښې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

اکثره شناندي باوري دي چې روسیه زر د اوکراین پوځيان له خپلې خاورې وباسي خو له دې سره سره د اوکراین چارواکو غوښتل د روسیې د کریملین مشرانو ته دغه پیغام ورکړي چې د جنګ د اوږدیدا په بڼه کښې به ناامنۍ د روسیې د سرحدونو داخل ته هم وغځیږي.

داسې ښکاري د اوکراین حمله موقتي وي ځکه چې اوکراین د اوږدې مودې لپاره د ضرورت وړ ځواکونه نلري او یوازې د «دونباس »سیمې له لومړۍ کرښو څخه د روسیې د عسکرو د شاتګ کولو او د روسیې په پوځیانو کښې د ویرې د رامینځته کولو په هدف سره یې دغه کار ترسره  کړی دی.

امریکايي محرک:-

ځینې کارپيژاندي باوري دي چې روسیې د اوکراین په خاورې د حملې جرات نه درلود خو د امریکا د حکومت په شان یو بهرنی محرک د دغه برید سبب شوی دی.

د یوې شننې پراساس امریکا کوشش کوي د هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې داسې وښيي چې د اوکراین د جنګ په ډګرونو کښې د واشنګټن سیاستونه ګټور دي.

په همدې خاطر د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان ویاندې «سابرینا سینګ» د روسیې په «کورسک» سیمې د اوکراین د عسکرو د حملې دفاع وکړه او ادعا یې وکړه چې د اوکراین د پوځ حملې د امریکا له سیاست او تګلارې سره سمون خوري او دغه کار به سیمه کښې تاوتریخوالي نه دي زیات کړي او همدا اوس د تاوتریخوالو د کنټرولولو مسوولیت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پرغاړه دی.

جرمني د کریملین لخوا د لومړي لمبر تورن:-

څرنګه چې اوکراین په روسیې باندې د حملې لپاره د لویدیځو هیوادونو له جوړو وسلو استفاده کړي ده نو ځکه خو د ماسکو مشرانو اوکراین ته د وسلو د استولو د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.

د روسیې د  ملي امنیت شورا مرستیال «دیمیتري میدودیف» په کورسک سیمې باندې حملې کښې د جرمني له ټانکونو څخه د اوکراین د پوځیانو استفادې ته په اشارې سره په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه پیغام کښې ولیکل :د جرمني« بیلډ» ورځپاڼې یوه مقابله خپره کړي ده چې پکښې یې په ویاړ سره د روسیې ځمکې ته جرمني د ټانکونو د بیرته ستنیدا خبر ورکړی دی.

د روسیې په خاوره باندې د اوکراین له حملې څخه د جرمني ملاتړ ته په ځواب کښې به ماسکو د برلین  میدان  ته د روسیې د تر ټولو موډرنو ټانکونو د وراستوستلو لپاره هر کار ترسره کړي.

د روسیې په کورسک سیمه کښې د جرمني د ټانکونو شتون وروسته له دې ترسره شو چې د ناټو غړیو هیوادونو څه موده مخکې د روسیې په مقابل کښې خپل ټول امنیتي ملاحظات څنګ ته کړي دي او  اوکراین ته یې اجازه ورکړي ده چې د روسیې په خاورې لاندې د حملې لپاره د لویدیځ له وسلو استفاده وکړي.

دغه اقدام چې د روسیې  په شا د شړلو لپاره ترسره کیږي له مخکې څخه زیات د ناټو او د روسیې د نیغ په نیغه د ټکر سبب کیدلای شي داسی شی چې د جرمني ځینې چارواکي د برلین لپاره د هغه د پایلو په هکله خبرداری ورکوي.

په همدې لړ کښې د جرمني د فیډرال« زاکسن» ایالت لومړي وزیر «مایکل کرچمر» ټینګار وکړ که چیرې په کورسک سیمه باندې د اوکراین د وسله والو ځواکونو په حملې کښې د جرمني له ټانکونو کار اخیستل شوي وي دا یوه بله د سرې کرښې خلاف ورزۍ ده او دوه کاله کیږي چې وینو هر هغه څه چې د جرمني د چارواکو لخوا اعلان شوي په عمل کښې اجرا کیږي او مونږ په اوکراین کښې د جنګ په یوه لوري باندې د بدلیدا په لور لا نږدې کیږو او د جرمني خلک په دې هکله اندیښمن دي.

د جرمني د زاکسن ایالت لومړي وزیر دغه راز ټینګار وکړ چې برلین باید د اوکراین وسله والو ځواکونو ته د پوځي مرستو استول بند کړي. د روسیې له سرې کرښې څخه د ناټو تړون ګام په ګام تیریدل نه یوازې د کړکیچ له حل سره مرسته نه کوي بلکې د دریم نړیوال جنګ د رامینځته کیدا سبب هم کیدلای شي چې د اټومي قدرتونو په شتون سره په دغه جنګ کښې ګټونکی نشته.

 

ټیګونه