ایران په سیمه کښې د سولې او د ثبات هڅه کوي
(last modified Wed, 25 Sep 2024 08:13:07 GMT )
Sep 25, 2024 12:43 Asia/Kabul
  • ایران په سیمه کښې د سولې او د ثبات هڅه کوي

پارس ټوډې سایټ راپور راکړی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ایران اسلامي جمهوریت د داسې هیواد په توګه چې په لویدیځې اسیا سیمه کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا کوشش کوي یاد کړ.

هغه د لویدیځې اسیا سیمې کړکیچونو ته په اشارې سره وویل: ایران په سیمه کښې د سولې او د ثبات کوشش کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه راز په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو جنایتومو ته په اشارې سره جوته کړه دغه نیواکګر رژيم د غزې تړانګه په هدیرې بدله کړي ده.

هغه په دې خبرې سره هغه هیوادونه چې د اسرائیلو ملاتړونه کوي د دغه رژیم په جنایتونو کښې شریک دي نړیوالې ټولنې ته په خطاب کښې وویل : هماغه ډول چې د جرمني هیټلر څو لسیزې مخکې د نړیوالې اتحادیې لخوا مخه ونیول شوه د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو مخه هم باید د نړیوالې ټولنې لخوا ونیول شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طییب اردوغان په دوام کښې په لبنان باندې د اسرائیلو تیریو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: اسرائیل باید د خپلو جنایتونو په خاطر سزا شي او هغه تاوانونه چې فلسطین یې رسولي دي ورکړي.