د ټرمپ د یهودي زوم حیرانونکي څرګندونې: واشنګټن باید تل ابیب پرېږدي چې لبنان ختم کړي
پارس ټودي- د امریکا د پخواني ولسمشر پخواني لوړ پوړي سلاکار د امریکا د چارواکو د جنګ غواړو سیاستونو په دوام کښې د لبنان د خلکو خلاف د اسرائیلو له جنایتونو دفاع وکړه.
د ډونالډ ټرمپ زوم جیرډ کوشنر ادعا وکړه چې په لبنان کې د اوربند غوښتنه "غلطه" ده او اسراییل باید په لبنان کې خپل کار سر ته ورسوي. د پارس ټوډی په وینا، "کوشنر" په "X" ټولنیزې شبکې باندې یو پیغام خپور کړی او د فلسطین او لبنان د خلکو په وړاندې د اسراییلو د جنایتونو په ملاتړ کې یې د نورو امریکایی چارواکو په ملګرتیا سره لیکلي دي: "د امریکا لپاره سم اقدام دا دی چې اسراییلو ته اجازه ورکړي ترڅو خپل کار پاې ته ورسوي ځکه چې دا کار ډیر ځنډیدلی دی.
هغه په لبنان کښې په عمومي وژلې او د حزب الله د څو غړو په ټرور کښې خپلو موخو ته د اسرائیلو د رسیدو په ادعا سره زیاته کړې: هغوي به هیڅکله بل فرصت ونه لري. له دې بریاؤ او د حزب الله د مشرتابه له هدف ګرځولو وروسته اوس د حزب الله د وسلو ستر ډیپوګان ساتونکی او مشر نه لري.
د امریکا د پخواني ولسمشر پخوانی سلاکار چې پخپله هم په خټه یهودي دی، له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو، بحرین، سوډان او مغرب د اړیکو د عادي کولو لپاره د «ابراهیمي تړون» په خبرو اترو کې مهم رول لوبولی دی.