د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د روسیې درې شرطونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169042-د_اوکراین_د_کړکېچ_د_حل_لپاره_د_روسیې_درې_شرطونه
پارس ټوډی – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د مسکو شرطونه تشریح کړل او ویلي، چې دا به د هر ډول راتلونکې سیاسي حل‌لارې بنسټ وي۔
(last modified 2025-12-30T22:01:53+00:00 )
Dec 31, 2025 02:31 Asia/Kabul
  • د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د روسیې درې شرطونه

پارس ټوډی – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د مسکو شرطونه تشریح کړل او ویلي، چې دا به د هر ډول راتلونکې سیاسي حل‌لارې بنسټ وي۔

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» وویل، مسکو د کریمیا او ختیځو سیمو په ګډون د نوو جغرافیایي واقعیتونو په رسمیت پېژندل، د لازمو امنیتي تضمینونو وړاندې کول، او د اوکراین بې‌طرفي د اوکراین د کړکېچ د پای درې اساسي شرطونه ګڼي۔

لاوروف زیاته کړه چې اوکراین باید د هېڅ پوځي ائتلاف غړی نه وي او د دې هېواد له خاورې باید د روسیې پر ضد استفاده ونه شي۔

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې ستراتیژیک ابتکار د روسیې د پوځ په لاس کې دی او د مسکو موخې به تحقق ومومي۔