دقدس نړیواله ورځ دفلسطین دمظلوم ملت سبمول دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50360-دقدس_نړیواله_ورځ_دفلسطین_دمظلوم_ملت_سبمول_دی
ایسنا خبری آژانس راپورورکړ دایران دقضایه قوې مشر آیت ا... صادق آملی لاریجانی نن دلوړپوړو قاضیانوپه غونډې کې د قدس دنړیوالې ورځې راتلوته په اشارې سره زیاته کړې ، نن سبا امریکا او په سیمې کې ئې متحدان هڅه کوی له ایرانه په ویرولو سره داسلامی نړۍ پام له خپل حقیقی دښمن یعنی صهونیسټ رژیمه واړوی او ایران ته مخ کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2017 13:29 Asia/Kabul
  • دقدس نړیواله ورځ  دفلسطین دمظلوم ملت سبمول دی

ایسنا خبری آژانس راپورورکړ دایران دقضایه قوې مشر آیت ا... صادق آملی لاریجانی نن دلوړپوړو قاضیانوپه غونډې کې د قدس دنړیوالې ورځې راتلوته په اشارې سره زیاته کړې ، نن سبا امریکا او په سیمې کې ئې متحدان هڅه کوی له ایرانه په ویرولو سره داسلامی نړۍ پام له خپل حقیقی دښمن یعنی صهونیسټ رژیمه واړوی او ایران ته مخ کړی .

 آملی لاریجانی   دقدس دنړیوالې ورځې په لاریون کې  پرتمین شتون باندې په ټینګار سره  روښآنه کړې ،   په دغه ولولناک اوپرتمین شتون سره  به   دصهونیسټ رژیم او ددسلطه ګرو هیادونو دسیسه شنډه او دقدس ورځ  به هم  دمسلمانانو دحقیقی دښمن په وړاندې  داسلامی نړۍ دوحدت اویووالی  نمونه پاتې شی .

د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه  داسلامی ایران د   ارواښاد بنسټګر  حضرت امام خمینی په نوښت سره  دقدس نړیواله ورځ نومول شوې څو د درستې نړۍ مسلمانان   دصهونیسټ رژیم  له توکمپالو سیاستونو خپله کرکه اونفرت  نندارې ته وړاندې کړی .

 دایران دقضایه قوې مشر  عربستان  ته  دامریکا د ولسمشر  وروستۍ  او  دایران  داسلامی جمهوریت په ضد دسیمې د هیوادونو لمسول  له ایران سره دامریکا د دښمنۍ  یو ظاهر وباله او زیاته ئې کړه  دایران په ضد دامریکا دمشرانو جرګې  وروستی بندیزونه  هم  د دغه هیواد ددښمنیو یوه بله ننداره ده  چې  دغه ډول اقدامات ئې اوږده مخینه لری .