دقدس نړیواله ورځ د استعمارگروپه ضد دکړیدلوملتونود انتفاضې ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50572-دقدس_نړیواله_ورځ_د_استعمارگروپه_ضد_دکړیدلوملتونود_انتفاضې_ورځ_ده
زمونږ خبریال راپورراکړ داسلامی مذهبونو دنزدیوالی نړیوالې ټولنې نن د قدس دنړیوالې ورځ په په درشل کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی ، دقدس نړیواله ورځ له مستکبرانو سره دمستضعفانو دمقابلې او د صهونیسټی ، امریکائی او د عربو مرتجعو هیوادونودپلانونو په ضد دکړیدلو ملتونو دانتفاضې ورځ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2017 07:49 Asia/Kabul
  • دقدس نړیواله ورځ د استعمارگروپه ضد دکړیدلوملتونود انتفاضې ورځ ده

زمونږ خبریال راپورراکړ داسلامی مذهبونو دنزدیوالی نړیوالې ټولنې نن د قدس دنړیوالې ورځ په په درشل کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی ، دقدس نړیواله ورځ له مستکبرانو سره دمستضعفانو دمقابلې او د صهونیسټی ، امریکائی او د عربو مرتجعو هیوادونودپلانونو په ضد دکړیدلو ملتونو دانتفاضې ورځ ده .

په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی،دسیمې دملتونوګډاقدام،دصهونیسټو  جنایتکارو او دهغوی د مستکبرو اربابانو په وړاندې  نه تسلیمیدل،دامریکا،  او مرتجعو رژیمونو په مشرۍ دسپکو  خبرواترو له لارې  دفلسطین د موضوع  دحل نه منل او دفلسطین  دسپیڅلی ټاټوبی  دآزادولو لپاره  دفلسطین له ملته ملاتړ دی .

 داسلامی مذهبونودنزدیوالی نړیوالې ټولنې په دغې اعلامیې کې  له کړیدلو اسلامی ،عربی ملتونو او په تیره بیا  دفلسطین  دمظلوم ملت څخه  دملاتړ په اعلان   او دظالمو صهونیسټانو  دجنایتونو په محکومولو سره پر نړیوالو اورګانونو، دبشری حقوقو دفاع کونکو ، د اسلامی ملګرتیاموسسې   او پر درستو عالمانو غږ کړی څو دلازمو تدبیرونو په غوره کولو سره ،  صهونیسټ رژیم قدس  او الاقصی  جومات  له یهودی کولو  او دفلسطین دتاریخی  هویّت  او اسلامی آثارو د له مینځه وړلو  وغړوی .

همداراز داسلامی ویښتیا  دنړیوالې ټولنې عمومی منشی  علی اکبر ولایتی   هم دقدس  د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې  روښانه کړې ،  صهونیسټ رژیم ، دامریکا، دسیمې دمرتجعو   هیوادونو په ملاتړ او داسلامی هیوادونو دویشلو اوکمزورولو  لپاره  دسپیرو نقشو په پلانونې سره هڅه کړې څو داسلامی امت په ضد د  ترهه ګروډلو په پنځولو او ورڅخه په ملاتړونو سره اسلامی  صهونیسټی مبارزه ، په اسلامی –اسلامی جنګ بدله کړی او د دغه جعلی رژیم  لپاره یوه کراره ساحه برابره کړی ، خو دقدس ورځ په  وښئ چې  اسلامی امت به  دمسلمانانو دلومړنۍ قبلې  او دفلسطین دمظلوم ملت  په ملاتړ کې  او دغه راز د دغې سرطانی دانې  تر له مینځّه وړلو پورې  استقامت وکړی .  هغه زیاته کړې  د قدس ورځ داسلامی امت دوحدت ،یووالی او  له ظلم اواستبداد سره  دمقابلې  بیلګه ده او  مسلمان ملتونه  به  د قدس دنیواکګر  رژیم دجنایتونو  په وړاندې  له مقاومت او کلکې دریدا  شاتګ ونه کړی .

همداراز په دې مناسبت د فلسطین له ملته ددفاع  ټولنې هم  په یوې اعلامیې کې دقدس نړیواله ورځ  دنړیوال صهونزم،نړیوال استکبار او  استعمار څخه د انسان دآزادۍ  ځیری بللی اوزیاته ئې کړې ده ،  داسرائیلو منحوس رژیم، په سیمې کې د ټولو جنګونو ،ناکراریو او وروسته پاتیوالو  ریښه او او  دسیمې اسلامی ملتونه  د دغه رژیم دپاتیکیدو درنده بیّه ورکوی