ګرجستان افغانستان ته سل عسکر واستول
-
په افغانستان کښې دامریکا او د ناټو دعسکرو شتون ددغه هیواد دخلکو له وژل کیدا ، بې کوره کیدا او دنشه ایزو موادو له زیاتیدا پرته بل هیڅ بریا نه ده لرلي .
تسنیم خبری اژانس وایی د ګرجستان چارواکو وویل ددغه هیواد سل (۱۰۰)عسکر د ناټو ځواکونو په چوکاټ کښې د اتو (۸)میاشتو له پوځی روزنې وروسته دافغانستان په شمال کښې د دیره کیدا لپاره دغه هیواد ته واستول شول .
امریکا په افغانستان کښې دناټو دپوځیانو دشمیر د زیاتیدا غوښتونکی ده .
د ګرجستان دغه سل(۱۰۰) عسکر به افغانستان ته له رسیدا وروسته په «غوڅ ملاتړ ماموریت »کښې دګډون لپاره د افغانستان په شمال کښې دبلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کښې په یوې(۱) پوځی اډې کښې دیره شی .
داپه داسې حال کښې دی چې ګرجستان تراوسه د ناټو موسسې غړی نه دی شوی خو حاضردمه په افغانستان کښې اته سوه پینځه اتیا(۸۸۵) عسکر لری .
په افغانستان کښې دامریکا او د ناټو دعسکرو شتون ددغه هیواد دخلکو له وژل کیدا ، بې کوره کیدا او دنشه ایزو موادو له زیاتیدا پرته بل هیڅ بریا نه ده لرلی .