داسرائیلو زرګونو خلکو د لومړی وزیر پرضد مظاهرې وکړې
-
دصهیونیسټ رژيم په چارواکو کښې مالي او اخلاقي فساد یوه(۱) دود شوي چاره ده .
فارس خبری اژانس وایی د نیواکی فلسطین په زرګونوخلکو بیګا په «تل ابیب »کښې د پرله پسې دولسمې(۱۲) اونۍ لپاره دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په مالی فساد اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
اعتراض کونکو د صهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر نتانیاهو او دهغه د کابینې د ټولو فاسدو غړیو د استعفا غوښتنه وکړه .
د اسرائیلو پولیسو په تیرو څو اونیو کښې په ځلونو د دغه رژیم له لومړی وزیر نتانیاهو پلټنې کړی دی .
د صهیونیسټ رژیم پولیسو د لومړی وزیر نتانیاهو دمالی او دحکومتی فساد په اړه درې(۳) دوسیې جوړې کړی دی .
لومړۍ(۱) دوسیه له شمتنو تاجرانو څخه د ډالیو اخیستلو ته اړونده ده چې نوم یې زر(۱۰۰۰) دی .
دوهمه(۲) دوسیه دوه زره (۲۰۰۰)نومیږی چې داسرائیلو د سیالې «هیوم» ورځپاڼې لپاره د محدودیتونو د رامینځته کولو په مقابل کښې د صهیونیسټ رژیم د کابینې د خبرونو د ښه پوښښ لپاره د «یدیوت احارونوت » ورځپاڼې له مالک سره د اسرائیلو د لومړی وزیر نتانیاهو موافقې ته اړونده ده .
دریمه(۳) دوسیه درې زره(۳۰۰۰) نومیږی چې پکښې دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو له جرمنی څخه د اوبتلونو داخیستلو په بهیر کښې په سازباز کولو تورن دی .
بنیامین نتانیاهو دصهیونیسټ رژیم لومړی چارواکی نه دی چې له مالی فساد او تحقیقاتو سره مخ دی بلکې دصهیونیسټ رژیم په چارواکو کښې مالی او اخلاقی فساد یوه(۱) دود شوی چاره ده .