جومات دعشق او ایمان زیږنځاي
دتهران د پښتوخپرونې اوانټرنیټي سایټ خوږومینه والو،دخپرونې په دې شیبو کې ښه ژوند درته غواړو،دوستانو جومات د عشق او ایمان زیږنځاي نومې دلړۍ له ننني درې څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې د دجوماتونو د رول د کمزوری کیدا د څرنګوالی او بیا هم د ترکیې د آیاصوفیه جومات په باب درسره غږیږو،نو هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ
دوستانو په تیرو پروګرامونو کې مو وئيلي دي ، د جومات یو کار هغه سیاسی روڼتیاوې دي،چې د سلطه غواړو هیوادونو په مقابل کې د استکبار په ضد د هلوځلو د اورګان په توګه پيژندل شوی دی ، او همدا موضوع لامل شوي چې اسلامی نړۍتل د جوماتونو دبدلیدو اویا کمزوري کولو او ورانولو په نامې سره له مشکل سره مخامخ ده .البته په اسلامی ټولنې کې د جوماتونو د مقام او رول کمزورتیا،یوه اوږده تاریخي جرړه لري .دحضرت امام علی علیه السلام له شهادته وروسته او دخلفای راشدینو دحکومت په ختمیدا پسې، د بنی امیه ؤ واکوالانو له جوماتونو، له خلکو سره د حاکم د مستقیم ارتباط اودمومنانو د غونډیدو د مرکز په توګه ډيره ناسمه استفاده وکړه . د ابوسفیان زوي معاویه د بني امیه ؤ لومړني حاکم په توګه ځان د درسول ا....خلیفه وبالۀ، چې په دغې منصوبیداپسې،ئې ځان،د جَمې او جُمعې د اقامت لپاره تر ټولو غوره کس بالۀ. هغه د رسول ا....پر منبر ویناوې کولې او په چلول او دوکو سره ئې دیني معارف د خپل حکومت د ظلم او ستم لپاره یو لاسوندګرځاوۀ. د اسلامی هیوادونو پاچایانو هم ، غالبا په همدې اساس دجومات له کړنو د خپل مقام دساتنې لپاره همدغه شان ناسمه استفاده کوله .
= نن سبا هم داسلامی هیوادونو ځيني واکوالان،له جوماته ،د خپل موقعیّت د ساتلو اوپیاوړی کولو لپاره استفاده کوي .خو دځینو اسلامی هیوادونو سیکولر واکوالان چې له ټولنې د دین څنګةکولو لپاره هڅه کوي،دخپل ولس د دیني فطرت په دلیل،څه خاص بریالي نه دي .نو ځکه جوماتونه ، چې د اسلام دتبلیغ مرکزونه دي،په سخته کنټرولوي .په دغو جوماتونو کې یوازې د هغو عبادي اړخ ته توجه کیږي او بل له هیڅ شي سره کار نه لري .نو څکه یوازې د جمې لمانځه په اداکولو بسنه کوي،او حکومت د جومات د نورو سیاسی،ټولنیزو اوکلتوري فعالیتونوخنډکیږي.دمثال په توګه،د تاجیکستان حکومت ، سره له دې چې اته نوی فی صدي خلک ئې مسلمانان دي ،سیکولر دی ا و له سیاسته د دین په جلاکیدا ټينګار کوي . نوځکه ئې ډير زیات جوماتونه په رسمي توګه د نه ثبتیدا په پلمه چټي کړي دي او له هغو ئې ډير د لاسي شیانو په کارخانو ، وړکتونونو، او درملتونونو بدل کړي دی . په دغه هیواد کې له اتلس کلونو کمو عمره ځلمیانولپاره په جوماتونو کې لمونځ اداکول منع دي .
یو بل مثال ئې ترکیه هیواد دی . اوس دترکیې د استانبول په څير په ستر ښار کې چې کابو د یوې پيړۍ سیکولر حاکمان ئې داسلام په نابودۍ پسې وو، په پنځو وختونو کې د آذان په زړه پورې غږ،د دغه ټوریسټي ښار فضا معطره کوي او ډير زیات لمونځ ګوزار دجوماتونو په لور ځي .جالبه ده چې حتی د ایتوپیا په څير یوه وروسته پاتې هیواد کې،د آذان په وخت،جوماتونه په تیره بیا په روژې مبارکې میاشتې کې له خلکو ډکیږي ، چې خلک صفونه جوړوي او انتظار کوي،څو لومړۍ ډله لمونځ ختم کړي ا و دوهمه ډله جومات ته داخله شي ،څو په جمې لمونځ ادا کړي ، چې دغه صحنه په ځينو وختونو کې تر څلور ځله هم تکراریږي .دا ټول د جوماتونو دکمزوری کولو لپاره د واکوالانو او پاچایانو د تبلیغاتو اوفرهنګ جوړونې خلاف دي .
= ا لتبه دجوماتونو دکمزوری کولو او ورانولو لپاره له ټولو هلو ځلو سره سره ، جومات هماغه شان د مسلمانانو د یووالي ،یو موټي کیدا ،اتحاد او انسجام مرکز دی . دجماعت لمونځ او دلمونځ ګوزارو سره د کوټلوصفونو جوړیدا،په ښّه ډول د غږملتیا اوانسجام ښودنه کوي،چې په جومات کې شتون برابروي . همدلته ده چې لمونځ ګوزار کسان د اوبو د قطرو په شان له یوه بل سره یو ځای کیږي څو د اتحاد یو ستر سمندر نندارې ته وړاندې کړي. ټول د یوه بل تر څنګ د واحد خداي په وړاندې دقبلې په لور دریږي، او دهغه واحد خداي حمد ا و ثنا ئې په شنډو خوریږي او له یوه بل سره غږمله دتوحید سرود زمزمه کوي .
***********************
= دوستانو اوس هم په دوهمه برخه کې د نړۍ دمهمو جوماتونو په معرفۍ کې دترکیې د آیا صوفیه ، جومات په باب درسره غږیږو .
د ایاصوفیه ودانۍ په پیل کې د څلورمې میلادی پیړۍ دوهم کنسټنټاین ، دخپل پلار اول کنسټنټاین په ویاړ، جوړه کړه . دغه ودانۍ په پيل کې په :سترې کلیسا: مشهوره شوه ، خو وروسته :ثنا سوفیا: یعني دمقدس حکمت په نامې بدله شوه او تر پنځمې میلادي پیړۍ پورې خلکو دا: سوفیا : بلله . په ۴۰۴میلادي کال کې د سنتاسوفیا یوه برخه ، د هغه ستر بغاوت له امله چې په قسطنطنیه کې رامینځة شو،په اوور کې وسوزیدله .تر دې چې په شپږمې میلادي پیړۍ کې بیا ورغاول او افتتاح شوه . په پنځلسمې میلادي پیړۍکې د بیزانس امپراتورۍاومسلمانانو ترمینځ له څوکلن جنګه وروسته، مسلمانان د عثماني پاچا سلطان محمد فاتح په قوماندانۍ سره بریالي شول او وتوانیدل قسطنطنیه فتح کړی .پر دې اساس قسطنطنیه دعثمانیانو د خلافت مرکزشو،اسلامبول ونومول شو،او د:هاجیاسوفیاکلیسا:په : ایاصوفیه : جومات بدله شوه .
= ایاصوفیه جومات په پیل کې ډير بد شرائط د رلودل . ځينی دروازې ئې لویدلي وې ،د پروتفور پشمول چې د خپل وخت یو ستر لرغون پيژاند شخصیّت ؤ ،لویدیځي مسافرانو،په اروپا کې د کلیسا دشرائطو په باب یو لړمقالې چاپ کړې،نو ځکه د وخت سلطان،دوهم محمد د هغې د تعمیر او پاکولو حکم صادر کړ، او هغه ته ئې څلور مینارې هم ورزیاتې کړې.
د دوهم سلیم په پاچائۍ کې (شپاړسمه پیړۍ کې ) دجومات د پیاوړتیا لپاره ، د معمار سنان په نامې سره د عثمانيانو د یوه ستر معمار په لاس دجومات له ودانۍ په بهر کې برنډه او ځایونه جوړ شول . هغه له تاریخي پلوه ، لومړنی معمار ؤ چې پلانونې ئې زلزلو ته په پام سره ترسره کیدلې . د ودانۍ د زلزله ضد کیدا جوړونې ترڅنګ . سنان همداراز په ۱۵۷۷ کال کې د ودانۍ په لویدیځي پلوۀ کې دوې مینارې او د جومات په جنوب ختیځي برخې کې د دوهم سلیم مقبره جوړه کړه .
په هغه وخت کې په ورزیات شوو نورو آثارو کې د سلطان ځاي ، دپاچائۍ مخصوص تخت ، په سنګ مرمر سره جوړ منبر ، او د آذان ویونکي (موذن) لپاره یوه سرپټي برنډه شامله شوه . په ۱۷۳۹کال کې یو ځل بیا د لومړي محمود(د وخت دپاچا)له خوا دجومات د بیا رغاونې دستور ورکړل شو.او یوه مدرسه هم چې همدااوس دیوه کتابتون په بڼه موجوده ده ، او درې لکه کتابونه پکې ځاي شوي دي او همداراز د بې څوکه خلکو لپاره د خواړو د پخولو او ویشلو لپاره یوه اشپزخانه او ورسره یو کتابتون ورزیات کړئ شول.
د ایاصوفیه جومات خورامشوره بیا رغاونه له ۱۸۴۷کاله رانیولې تر ۱۸۴۹ پورې په کلونو کې د اته سوه کارګرانو په مرستې سره شوي ده . په دغه وخت کې ، پر ستنو لیکل شوي تختې ځوړندې شوې . په دغو تختو د الله ، محمد ، ابوبکر ، عمر ، عثمان ، علی ، حسن او حسین نومونه لیکل شوي وو .
د ایاصوفیه مساحت کابو شپږ زره مربع میټر دی . د دغې ودانۍ په جوړیدا کې چوکټې ، ستنې او محرابونه په ډير دقت اوظرافت او غږمله انداز سره جوړ شوي دي . د څلور سترو ستنو په وسیله څلور سرتاخونه لګول شوي دي ، چې دهغوي د پاسه اصلي ګنبسۍ جوړه شوې ده . دغه ودانۍ په ټول کې یو سل اوه ستنې او نهه دروازې لري ، چې په هغو کې تر ټولو ستره دروازه په مینځ کې ده . دغه دروازه په مرمري اوفلزي چوکاټ کې پلان اوجوړه شوې ده .
دګنبسۍ لاندې ګیرچاپيره څلویښت واړۀ واړۀ کړکي دي چې دلمر رڼا د ودانۍ داخل ته لیږدوي . د ایا صوفیه په داخل کې په طلائي ټایلونو باندې د لمر د رڼا وړانګی یوه ښکلي ملکوتي او آسماني صحنه رامینځة کوي ، چې د لیدونکو دحیرانتیا لامل کیږي . تاریخ لیکونکي وائي ، کله چې د ایاصوفیه ودانۍ جوړیدا پاي ته ورسده ، نو د هغه وخت امپراتور ژوستي نین ووئيل ، ائ سلیمانه ! زه له تا مخکې یم . :::::
دایا صوفیه داخلی ښکلاوې او ټایلونه هم له ډير اهمیّته برخمن دي، په مخکینیو سرچینو کې د دغې ودانۍ بې مخینې ښکلاوې په ډيرې ستاینې سره یاد شوي دي . د ایاصوفیه تر ټولو ښکلي برخه دهغې دبیزانسی ټایلونه دي ، چې دهغو په مینځ کې ، له سرو زرو،سپينو اوزیّړو او سفاله جوړ شوي رنګ په رنګ تابلوګانې اوقطعې لیدل کیږي .د ایاصوفیه له موزایئک یا ټایلونو څخه جوړې شوي تابلوګانې د ګنبسیو په مینځ کې ، په دیوالونو، طاقونو او برنډو کې لیدل کیدلی شي . ا لبته د بیا بیا ورانونې او تعمیر له امله ، د ایاصوفیه د ټایلونو ځیني برخې له مینځه تللي دي ؛ په موزایکي ټایلونو کې دحضرت عیسی مسیح علیه السلام تصویر ، چې په څوارلسمې میلادي پیړۍکې دګبنسۍ په داخلي سطحې جوړ شوی ،اشاره کولی شو.دغه ګویا اثر،په اولسمې میلادي پیړۍ کې هم پخپل ځاي کې موجود ؤ،تر دې چې د سلطان عبدالمجید په وخت کې دا د نورو سورې په یولړ آیتونولیکلوسره وپوښل شو .دغه ستر جومات په دغه شان مخینې سره په ۱۹۳۵کال کې د ترکیې د وخت ولسمشر مصطفی آتاترک په وسیله په میوزیم بدل شو . دوی د ا لله ، محمد او خلفای راشیدینو او د امام حسن او امام حسین علیهم السلام د نامو لوحې راکوزې کړې ،څو د دغې سپيڅلي ودانۍ روحاني حالت د یوه میوزیم په فضا بدل شي . خو کله ئې چې غوښتل،دغه لوحې داستانبول په نورو جوماتونو کې د استفادې لپاره له هغه ځایه بهر کړي ،نو د هغوي د لوي والي په علت د ایاصوفیه له یوې دروازې هم هغه ونه باسل شوې . نو مجبورا هغه ټوله دیوې بل دپاسه په یوې ګوشې کې کیښودل او انبار شوې . یوې مودې وروسته په ۱۹۴۹کال کې یو ځل بیا دغه لوحې د ایاصوفیه په دیوالونو ولګول شوې .
البته له دغه سپيڅلي ځایه استفاده تر مودو مودو پورې دعبادت لپاره ممنوع شوې وه،تر دې چې په ۲۰۰۶کال کې دترکیې حکومت اجازت ورکړ، د مسیحي او مسلمانو لمونځ اوعبادت کونکو لپاره یوه واړه کوټه بیله شي. له ۲۰۱۳ کال څخه په ورځ کې دوه ځله د جومات له مینارو مؤذن لمونځ ګوزار دلمانځه لپاره بولي .
(سیماب )
*************************************************************************************************************************************************************