د حسیني تاسوعا په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ
د حسیني تاسوعا (د محرم په نمهه ورځ) ټول اسلامي ایران او د نړۍ ډیر اسلامي هیوادونه په غم، ویر او ماتم کښې ډوب دي.
نن د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې نهمه نیټه د حسیني تاسوعا ورځ ده.
د تاسوعا په شپه او ورځ د امام حسین علیه السلام او د نبي آخرالزمان د پاکې کورنۍ میلیونونه عاشقان په ټول اسلامي ایران او د پاکستان، افغانستان او هندوستان په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د ماتمونو او عزاداریو په کولو سره په تیره بیا د امام حسین علیه السلام د قدرمن ورور حضرت ابوالفضل عباس علیه السلام یاد لمانځي.
د عزادارۍ دا مراسم د محرم په وړومبیو لسو ورځو په تیره بیا د حسیني تاسوعا او عاشورا یعنې د امامانو د میاشتې په نهمه او لسمه نیټه خپل اوج ته رسیږي.
د کربلا له غمجنې پیښې او د امام حسین او د هغه د وفادارو ملګرو له شهادته د پيړیو پيړیو د تیریدو سره سره نه یوازې د دغې پیښې اهمیت او موقعیت کم شوی نه دی بلکې هر څومره چې وخت تیریږي دومره د عاشورا پيغام لا پراخیږي او د عزادارۍ دستورې په لازیاتې ولولې او پوهې سره ترسره کیږي.
مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونک ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیبت وایو.