دامریکا ورانونکی سیاستونه داروپا امنیت ته ګواښ دی
Feb 22, 2019 05:45 Asia/Kabul
-
ماسکو له اروپايي اتحادیې سره ملګرتیا ته چمتو دی او غواړی دغه اتحایه یو(۱) متحد او قدرتمن بلاک ووسي .
زمونږخبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل داروپا امنیت د امریکا د ورانونکو سیاستونو یرغمل شوی دی .
هغه وویل د اروپا د خلکو امنیت او صلح دامریکا او دیوې کوچنۍ ډلې د ورانونکو سیاستونو یرغل شوی دی .
لاوروف د روسیې په سرحدونو کښې د ناټو د عسکرو په پیاوړتیا کښې د دغه تړون اقدام ته په اشارې سره ټینګار وکړ د لنډ واټنه اټومی ځواکونو له تړون څخه د امریکا وتل د ناټو د غړو له ملاتړ سره مخ شوی او داډول اقدامات د روسیې په ګډ سرحد کښې د سیاسی او دپوځی تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شوی دی .
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف وویل ماسکو له اروپایی اتحادیې سره ملګرتیا ته چمتو دی او غواړی دغه اتحایه یو(۱) متحد او قدرتمن بلاک ووسی .
ټیګونه