د انګلستان لومړۍ وزیرې استفعا ورکړه
(last modified Sat, 25 May 2019 00:16:22 GMT )
May 25, 2019 04:46 Asia/Kabul
  • د انګلستان لومړۍ وزیرې  استفعا ورکړه

د ټریزا می اعلان کړې استعفا اوس باید د محافظه کار ګوند مشرتابه پلاوی تاییده کړي.

د بریطانیې لومړۍ وزیرې ټریزا می له قدرته د څنګته کیدو لپاره د دباؤنو له امله بلآخره له خپل مقامه استعفا اعلان کړه.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې ټریزا می وویل چې د جون په اوومه نیټه به د بریطانیې د وزیراعظمې او د دغه هیواد د واکمن محافظه کار ګوند د مشرې په توګه له خپل پوسټه څنګته شي.

هغې په دې خبرې خواشیني څرګنده کړه چې ونه توانیدله له راوپايي اتحادیې څخه د بریطانیې د ایستلو بهیر (برګزیټ) سر ته ورسوي.

د ټریزا می اعلان کړې استعفا اوس باید د محافظه کار ګوند مشرتابه پلاوی تاییده کړي.

د ټریزا می د ځاې ناستي د ټاکلو بهیر معمولاً له څلورو تر شپږو اونیو پورې وخت غواړي.

 

ټیګونه