د ایران والی بال ملی ټیم د ملتونو دلیګ پای لوبو ته رسیدونکی لومړنی ټیم شو
ټاکل شوې ده،د ۲۰۱۹کال د والییبال د ملتونو د لیګ دپای سیالیو مرحله د جولائی له لسمې تر څوارلسمې نیټې پورې د شپږو لوبډلو په شتون سره په ا مریکا کې ترسره شی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د ایران د والی بال ملی لوبډله چې بیګا ئې د ایران په اردبیل کې دملتونو دلیګ د څلورمې اونۍ په لوبو کې آسټریلیا ته دصفر په مقابل کې په درو ګیمونو سره درنده ماته ورکړې ،پای لوبو ته ئې دلومړنۍ ډلې په توګه لاره وموندله .
راپور ښئ دایران د والی بال ملی لوبډلې تر دې دمه د آسټریلیا، پرتګال ، روسیې ، پولیند،کینیډا،ایټالیا ،جرمنی،چین ،آرژانتین او جاپان ملی لوبډلو ته په ماته ورکولو او یوازې له برازیله په ماته خوړلو سره د ۲۰۱۹کال دملتونو دلیګ دسیالیو په سر کې ځای ترلاسه کړی دی .
ټاکل شوې ده،د ۲۰۱۹کال د والییبال د ملتونو د لیګ دپای سیالیو مرحله د جولائی له لسمې تر څوارلسمې نیټې پورې د شپږو لوبډلو په شتون سره په ا مریکا کې ترسره شی .