د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځًپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
د تهران د ورځپاڼو په سر کې دا هم جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت دسمندر په جبل الطارق تنګی کې د اسپانیا په محدودې کې د انګلستان د سمندری ځواک په وسیله دایران د تیلی کشتۍ په درولو سخت اعتراض کړی او دا اقدام ئې یوه سمندری ډاکه بللې ده ، داپه داسې حال کې دی چې د اسپانیا خارجه وزارت ددغه اقدام په غندلو او اعتراض کولو سره دا د امریکاپه غوښتنې سره دانګلستان یو ناسم اقدام بللی دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،یو ایس ټو ډې خپرونې په خپل وروستی راپور کې وئیلی دی ، د امریکا د ولسمشر ټرمپ له خوا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت له وینا مخکې دسپینې ماڼۍ په وړاندې په سلګونو اعتراض کونکو خپل اعتراض تر دې حده ورساوۀ چې د امریکا بیرغ ته ئې اوور واچوۀ او پخپلو شعارونو کې ئې ووئیل مونږ غواړو د نړۍ له خلکو سره خبرې وکړو څو دوی دې پوه شی ، چې ددغه هیواد د پولو دننه هم داسې کسان شته چې د نړۍ له خلکو سره ولاړ دی .
المیادین خبری آژانس راپورورکړی دی ، دیمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ډرون یونټ دعربستان په درو پوځی مرکزونو دبې پیلوټه الوتکو بریالی عملیات ترسره کړی دی او وئیل کیږی ، دپروه نیمه شپه د عربستان په جیزان هوائی ډګر کې له پرله پسې چاودنو وروسته د جیزان له هوائی ډګره درست تلونکی اوراتلونکی الوتونه په یوهیړ بند شول او تر څو ساعتونو پورې په دغه هوائی ډګر کې پوځی فعالیتونه په ټپه دریدلی وو . داپه داسې حال کې دی چې د یمن د پوځ ویندوی یحیی سریع په یو لړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دیمن د پوځ او د مبارزو کمیټیو یونټونه نور جدی شوی او له دفاعی حالته اوس یرغلیز حالت ته داخل شوی او دعربستان دهر تیری په ځواب کې به د دغه هیواد پوځی او نور مهم تاسیسات او مرکزونه په نښه کړی او بیا به ئې د متحدع عربی اماراتو وار هم زر راورسیږی .
په لبنان کې د فلسطین دعالمانو شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو له مشرانوغوښتی دی،له وحشی صهیونیسټی رژیم سره دې درستې سیاسی او اقتصادی اړیکې غوڅې کړی او په درست فلسطینی ټاټوبی کې دې دانتفاضې اعلان وکړی .
له سیمې د ورآخوا القدس العربی ورځپاڼې په وروستی راپور کې وئیل شوی دی ، هغه افریقائی اوعرب کډوال چې له لیبیا په همداو روستیو کې کډه په سر شوی او له دوو بوږنونکو پیښو سره هم لاس اوګریوان شوی ، وائی په لیبیا کې د جنرال خلیفه حفتر په عامې وژلې کې امریکااوځینی عرب هیوادونه لاس لری .
دعراق ولسمشر برهم صالح د عربستان له ایلاف خبری سایت سره په خبرو کې په ډاګه وئیلی دی ، عراق په فارس خلیج سیمې کې له خپلو ګاونډیانو سره دخپلو جدی اوښواړیکو ساتلو ته پابند دی او په سیمې کې د ایران پر اهمیّت او غوره رول هیڅکله هم سترګې نشی پټیدلی .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دلبنان د بیروت پوهنتون یوه استاد ډاکټر مروه عثمان په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دپیړۍ معامله بهم د بحرین دمنامې له غونډې لا ښه برخلیک ونه لری .
د صهیونیسټ رژیم د توکمپالو مامورانو په لاس دیوه ایتوپیائی توکمه یهودی په وژلې پسې د ایتوپیائی یهودیانو بغاوت داوور لمبې هماغه راز په زیاتیدا دی او په دغو شخړو اوترینګلتیاؤ کې تر بیګا شپې پورې د ټپیانو شمیر څه دپاسه درو سوو تنو ته رسیدلی ؤ او اعتراض کونکی پخپلو شعارونو کې وائی ، یوازې زور آزموینه له تل ابیب سره دچلند لاره ده .
دغې ورځپاڼې په دوام کې بیا زیاته کړې ،د امریکا نیشنل انټرسیټ خپرونې په همداوروستیو کې پخپل یوه راپور کې لیکلی دی ، دایران سپاه پاسداران په تیرو څو لسیزو کې په پوځی حوزې کې ځانګړی توانمنۍ ترلاسه کړی دی او همدااوس دامریکا په ضد دایران په ترټولو پیاوړی وسلې بدل شوی دی .
د ترکیې دبائیکاټولو په باب د واشنګټن له ګواښونو او دړکو سره سره د روسیې له خوا د ایس څلور سوه ډوله توغندوی ضد دفاعی سسټم لومړنۍ جوپه سبا دترکیې په لور باریږی . راپور ښئ ټاکل شوې ده په دغې لومړنۍ جوپې کې د روسیې د پوځ دوه سترې ټرانسپورټی پوځی الوتکې د روسیې د پوځ د هوائی ځواک له یوه مرکز ه بار شی او د دوشنبې په ورځې به ترکیې ته ورسیږی او دترکیې پوځی چارواکو ته به وسپارل شی .
په سوډان کې د دغه هیواد د وخت د ولسمشر عمرالبشیر په ضد دکودتا له څلورو میاشتو تیریدا وروسته یوه لویدیځی ډیپلوماټ په یولړ ایشواکونکو څرګندونو کې دعمر البشیر په نسکورولو کې د متحده عربی اماراتو د شیخ میشته سیمې له غوره روله پرده پورته کړې او وئیلی ئې دی دغه پیښه د اماراتو دشیخانو په بشپړ لاسوهنې او پیسو سره ترسره شوی ده.
= داهم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې په جبل الطارق اسپانیائی سمندری حدودو کې ئې د انګریز سمندری ځواک په وسیله د ایران د یوې تیلی کشتۍ د درولو په باب یوه مفصله مقاله لیکلی او په دغې مقالې کې ئې دغه پیښه یوه سمندری ډاکه اوغلا بللې او لیکلی ئې دی ، دروسیې خارجه وزارت له خوا د خپرې شوی اعلامیې هغې خبرې ته ډ یر انعکاس ورکړی چې وئیلی ئې دی ، دامریکا په غوښتنې سره په جبل الطارق تنګی کې د انګریز سمندری ځواک په وسیله د ایران دتیلی کشتۍ درول یو غیر قانونی اقدام دی او له مخکې دغه سپیره دسیسه پلان شوی وه .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د پاکستان دکشتۍ چلونې مسئولانو دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی دپاکستان په شمال لویدیځی سمندری حدودو کې په سین کې د یوې کشتۍ په ډوبیدو سره څلور کسان مړه او یویشت نور بې درکه شوی دی .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتی او مخالفو طالبانو ترمینځ اخ وډب په داسې حال کې په اوڅاره توګه زیات شوی ، چې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ په قطر کې دخبرواترو اوه م پړاؤ هماغه راز دوام لری ،باید ووئیل شی ، چې له دې مخکې د قطر په دوحې کې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ دخبرواتروشپږپړاؤنه ترسره شوی،خو د افغانستان د سولې اوثبات په باب ئې ددغه هیواد جنګ ځپلی ولس لپاره هیڅ مثبته نتیجه نه ده درلودلې .
دپاکستان په اسلام اباد کې سیاسی ترینګلتیاوې یو ځل بیا اوج ته په رسیدو دی او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف واکمن ګوند د اپوزیشن ګوندونو هوکړه کړې چې سبابه د دغه هیوا دمشرانو جرګې دمشر په خلاف د عدم اعتماد مسوده یا لائحه د مشرانوجرګې سکرټریټ ته وړاندې کړی .
د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی د ایران ایټمی فعالیتونه هیڅکله هم د اندیښنې وړ نه دی او دایران له خوا دجامعې ایټمی موافقې تر دې دمه هیڅ خلاف ورزی نه ده شوې.
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو.
(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطلبونو ترڅنګ د افغان سولې او له خبریالانو سره د تاوتریخوالی په اړه لیکنې او تبصرې کړې دی.
د هېواد دولتی ورځپاڼې په سرمقاله کې د یکشنبې په ورځ په قطر کې د جرمنی په کوربه توب بین الافغانی غونډې جوړېدا ته په کتو لیکلی چې افغان حکومت د سولې په اړه د هرې غونډې هرکلی کوی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، افغان حکومت په قطر کې د امریکایی او طالب استازو ترمینځ روانې اووم پړاو خبرې هم په ځیر ځیر څاری.
اصلاح دولتی ورځپاڼې لیکلی چې د سولې په احتمالی کېدونکی توافق کې باید د بیان ازادی، ازادې رسنۍ، د مدنی ټولنو ځای، د بشر حقونه او د ښځو حقونه هغه ارزښتونه وګڼل شی چې معامله ورباندې ناشونې ده.
د سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی، امریکا له افغانستان سره ستراتیژیک او امنیتی تړون لری او د افغانستان وضعیت ته په کتو باید دغو تړونونو او خپل مسؤلیت ته په پام اقدام وکړی.
لیکوال ټینګار کوی چې امریکا د راتلونکی په اړه افغانانو ته د خبرداری پرځای، هغوی ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او تر هغې ورسره اوږه په اوږه لاړ شی، څو له دغه وضعیته ووځی.
کابل چاپ یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا له خبریالانو سره د تاوتریخوالی په اړه لیکنې او تبصرې کړې دی.
د ماندګار ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د کابل پولیسو خبریالان وهلی ټکولی او سپکاوی یې کړی.
وړاندې په سرمقاله کې ټینګار شوی چې د پولیسو له لوری دغه ناوړه او غیر قانونی چلند باید جدی وڅېړل شی.
ملی ارمان ورځپانې بیا په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې ولې د خبریالانو پر وړاندې تاوریخوالی؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلی،د افغانستان د قوانینو له مخې خبریالان حق لری چې د پېښې له هر ځایه راپور چمتو کړی او چارواکی مکلف دی چې په دې اړه معلومات ورکړی.
خو د لیکوال په باور، په افغانستان کې له خبریالانو دغه حق اخیستل شوی، نه یوازې معلومات نه ورکول کېږی، بلکې ځینی ناوړه چلند او حتی سپکاوی هم ورته کوی.
هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلی، افغان خبریالان به د بیان له ازادۍ د دفاع په لومړۍ کرښه کې وی او په دې باور لری چې د بیان ازادی انسانی حق دی.